د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه افغانستان کې له میلیونونو ډالرو، استفاده نشي کولای: مقامات


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د ملګرو ملتونو یوه جګپوړي چارواکي ویلي چې دوی د افغانستان په نړیوال بانک کې ۱۳۵ میلیون امریکايي ډالر لري، خو په خبره یې استفاده کولای یې نشي.

د رویټرز خبري آژانس نن جمعه فبرورۍ څلورمه ( سلواغې ۱۵) د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د مشر عبدالله الدرداري له قوله ویلي چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د افغانستان بانک نشي کولای هغه په افغانۍ واړوي.

نوموړي زیاته کړې چې ملګرو ملتونو امریکايي ډالر دغه هیواد ته وړي او د افغانستان نړیوال بانک ته سپارلي دي. هغه ویلي چې د افغانستان بانک ژمنه کړې وه چې دغه پیسې به په اتوماتیک ډول په افغانیو بدلیږي، خو په خبره یې تر اوسه دا کار نه دی شوی.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر عبدالله الدرداري ویلي: "د افغانستان په نړیوال بانک کې ۳۰ میلیون ډالر بند دي، نشو کولای چې هغه په افغانیو بدل کړو، بېله افغانیو لکه څنګه چې فکر کوی، نشو کولای خپل کارونه مخته یوسو."

دا په داسې حال کی ده چې طالبانو د تیرو څه باندې پنځو میاشتو په تېرېدو سره پر افغانستان تر حاکمیت وروسته په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه بند کړې ده.

له بل لوري پر کابل د طالبانو تر حاکمیت وروسته د افغانستان بانک پانګې چې شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالر کیږي د طالبانو لاسته د نه لوېدو له امله د امریکا متحده ایالاتو لخوا کنګل شوي دي.

په افغانستان کې د نظام تر بدولون او د دغه هیواد د پیسو د کنګل کېدو له امله د اقتصادي ستونزو زیاتېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

د امریکا د کانګرس ځینو غړو او بشري بنسټونو له رامنځته شوي وضعیت څخه د وتلو په هدف د افغانستان د پانګو دازادو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کیده چې متحدو ایالتونو د چهار شنبې په ورځ فبروري دویمه (سلواغې ۱۳) وویل چې نړیوال بانکونه کولی شي د بشري اهدافو لپاره افغانستان ته پیسې واستوي.

د امریکا مالیې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره څرګنده کړې چې مرسته رسونکي ډلې کولی شي پر طالبانو د لګیدلو بندیونو څخه د سرغړونې له ویرې پرته په دولتي اداراتو کې د ښوونکو او روغتیایي کارکوونکو تنخاوي ورکړي.

په اعلامیه کې راغلي چې د ترهګرۍ او مالي استخباراتو په برخه کې د امریکا د مالیې وزارت مرستیال بریان نیلسن د غیر حکومتي سازمانونو له مشرانو سره د افغانستان لپاره د بشر دوستانه مرستو د دوام د څرنګوالي په اړه خبري کړي او هغو سوالونه ته چې په دې اړه په مکرر ډول مطرح شول، ځوابونه وویل شول.

XS
SM
MD
LG