د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا به د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په اړه څه پریکړه وکړي؟


د سپټمبر د ۱۱ پیښې د قربانیانو کورنۍ د اقامې دعوا له لاري هڅه کوي چې د افغانستان کنګل شوي شتمنۍ پر هغوی وویشل شي
د سپټمبر د ۱۱ پیښې د قربانیانو کورنۍ د اقامې دعوا له لاري هڅه کوي چې د افغانستان کنګل شوي شتمنۍ پر هغوی وویشل شي

د امریکا حکومت د ۲۰۲۲ کال د فبروري تر ۱۱ نیټې وخت لري چې د افغانستان د میلیاردونو ډالرو په اړه چې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته کنګل شوي، پریکړه وکړي.

تر اوسه دا روښانه نده چې جمهور رئیس جوبایډن به د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه څه پریکړه وکړي. آیا دا شتمني تر نامالوم وخت پورې کنګل ساتي، بیرته یې افغانستان ته سپاري او یا یې هم د سپټمبر د یوولسمې د پیښې د قربانیانو کورنیو ته ورکوي.

ددې پریکړې لپاره د امریکا حکومت د فبروري تر ۱۱ وخت لري چې د امریکا محاکمو ته ووایي د هغو اوو میلیاردو ډالرو په اړه چې د نیویارک په مرکزي بانک کې کنګل شوي ، ‌څه پریکړه کوي.

د امریکا قضاتو د روان کال په جریان کې دوه ځله د حکومت لپاره ضرب الاجل تمدید کړ څو ددې مسلې د قانوني پړاونو لپاره ډیر فرصت ولري.

خو انډرو مالوني چې د سپټمبر د ۱۱ د قربانیانو د کورنیو وکالت پر غاړه لري وایي‌ چې ددې پیسو برخلیک د فبروري تر دویمه (سلواغې ۱۳) باید تعین شوی وای.

مالوني له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل په دې اړه ژر باید تصمیم ونیول شي. هغه زیاته کړه:" زه فکر کوم دا پیسې باید په یوه بانکي حساب کې کیښودل شي او محکمې ته اجازه ورکړل شي څو ډاډ ترلاسه شي دا پیسې په برابره او منصفانه توګه هغو کورنیو ته ورکړل شي چې یو څوک یې د سپټمبر د یوولسمې په پیښو کې له لاسه ورکړی دی."

یو شمیر نور بیا په دې آند دي چې دا شتمنۍ د افغانستان د خلکو دي او باید آزادې شي څو له دې لارې په هغه هیواد کې د بشري ناورین د کموالي سره مرسته وشي.

یو خپلواک کارپوه ستیفن کارتر چې په لندن کې د Global Witness په نامه د بشري حقونو په ډله کې د افغانستان د "کار رهبري" پر غاړه لري ویلي دي چې د سپټمبر قربانیان په روښانه "مشروع رنځ" لري چې ورته د رسیدګي هڅه کوي.

خو ښاغلي کارتر همدارنګه ویلي دي چې "موږ نشو کولی هغه د تصمیم نیونې د یوازیني عامل په توګه په پام کې ونیسو. دا یو مهم اخلاقي امر دی او همدارنګه یو عملي الزام دی."

یو شمیر افغانانو د افغانستان د شتمنیو د کنګل کیدو په خاطر اعتراض وکړ او د ملګرو ملتونو سرمنشي ددغو شتمنیو د آزادیدو غوښتنه وکړه.

انتونیو ګوتیریش د جنوري په ۱۳ نیټه وویل د افغانستان بانک فعالیت او همکاري باید ساتل شي او د افغانستان د بهرنیو پیسو د زیرمو د آزادیدو لپاره مشروط مسیر وټاکل شي.

حتی د امریکايي قانون جوړونکو یوې ډلې د امریکا له جمهور رئیس جوبایډن څخه وغوښتل چې د افغانستان پیسې په تدریجي ډول آزادي کړي.

د افغانستان د پخواني حکومت د چارواکو په وینا، د نیویارک په مرکزي بانک کې د افغانستان په اوو میلیاردو ډالرو شتمنۍ کې نغدي پیسې، سره زر، د قرضې پاڼې، او ټولې هغه پانګونې دي چې د افغانستان بانک پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو مخکې د نیویارک بانک ته سپارلي وې.

پر دې سربیره د خصوصي بانکونو د نغدو پیسو په ګډون د افغانستان کابو دوه میلیارده ډالر په اروپايي ټولنه کې کنګل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د امریکا غږ ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا واشنګټن د افغانستان د شتمنیو په اړه پریکړه کړې که نه وویل چې دا یوه پیچلې موضوع ده.

د سپټمبر د پیښو د قربانیانو له خوا حقوقي دعوا یو هغه دلیل دی چې دا موضوع یې پیچلې کړې ده. بله موضوع داده چې د امریکا حکومت هڅه کوي ډاډ ترلاسه کړي چې ددې هیواد پخواني دښمنان یعني‌ طالبان د شتمنیو له آزادیدو څخه ګټه پورته نکړي.

له Global Wintness څخه کارتر وویل:" فکر کوم چې دا شتمنۍ به د طالبانو په تړاو د چاڼو وهلو د وسیلې په توګه وي او ډاډمن یم چې د امریکا حکومت به یې ډیر ژر او په ساده ګي له لاسه ورنکړي."

امریکایي چارواکو ویلي دي چې هغوی له خپلو متحدینو سره یوځای کار کوي څو د طالبانو ډله له هیڅ ډول مالي امکاناتو برخمنه نشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې امریکا له خپلو متحدینو او ټولو هغو هیوادونو سره چې د افغانستان بانک زیرمې په وا ک کې لري په دقت او همغږۍ سره کار کوي.

سره له دې چې امریکا د افغانستان شتمنۍ کنګل کړي دي ، یاد هیواد د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې څخه راپدیخوا د افغانستان له خلکو سره ۵۱۶ میلیونه ډالره ژمنه کړېده او د بشري مرستو ستر تمویلونکی هیواد ګڼل کیږي.

امریکایي چارواکو ویلي دي هغوی به د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او پر طالبانو به فشار راوړي څو همه شموله حکومت جوړ کړي او په هغه هیواد کې د میرمنو حقونو ته درناوی وکړي.

XS
SM
MD
LG