د لاس رسي وړ اتصالات

د خوراک نړیواله اداره: ۲۳میلیون افغانان به په ۲۰۲۲ کې خوراکي مرستو ته اړتیا ولري


په افغانستان کې د خوړو د نړیوالې ادارې فعالیت
په افغانستان کې د خوړو د نړیوالې ادارې فعالیت

د خوړو نړیوالې ادارې د اټکل له مخې به په روان ۲۰۲۲ میلادي کال کې شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانان د خوړو په برخه کې مرستو ته اړتیا ولري.

د دې ادارې چارواکي وايي په تیر میلادي کال کې يې شاوخوا پنځلس میلیونو افغانانو سره د خوړو مرستې کړي دي.

کابل کې د خوړو د نړیوالې ادارې "ډبلیو ایف پي" د دفتر ویاندې شیلي تکرال امریکا غږ سره په مرکه کې په افغانستان کې روان بشري وضعیت د اندیښنې وړ وباله او ویې ویل چې په دغه هیواد کې خلک په روان ژمي کې د خوړو او د ځانونو د ګرمولو لپاره د سون موادو ته اړتیا لري.

میرمن تکرال وویل: "وضعیت لا هم کمزوری دی، دا هیواد له وړاندې وچکالۍ ځپلی دی، جګړې او اقتصاديٍ بحران له امله هغه کسانو چې وظیفې لرلې او کار یې کوه معاش يې او عاید يې لره اوس د لوږې سره مخ دي".

د "ډبلیو ایف پي" ویاندې وویل چې نیمايي افغانستان واورې پوښلی دی چې ورسره د خلکو ستونزې نورې هم زیاتې شوي دي او هغې زیاته کړه چې د دوی د اټکل له مخې شاوخوا ۲۳ میلیونه خلک به په روان ۲۰۲۲ میلادي کال کې هم بشري مرستو ته اړتیا ولري.

میرمن تکرال وویل: "په بیړني حالت کې مونږ مختلفو میتودنو او لارو څخه کار اخلو ترڅو په چټک او اغیزمن ډول شاوخوا ۲۳ میلیونو خلکو ته مرستې ورسیږي ".

د خوړو د نړیوالې ادارې "ډبلیو ایف پي" د معلوماتو له مخې دغې ادارې یوازې د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د سپټمبر او ډسمبر میاشتو ترمنځ په افغانستان کې خلکو ته ۱۴۶ زره ټنه خواړه ویشلي دي، چې د خوړو د ویشلو دا اندازه د تیرکال په وروستیو شپږو میاشتو کې د دغه کال د لومړیو شپږو میاشتو پرتله درې ځلې زیاته وه. دا اداره وايي، چې تیر میلادي کال کې یې شاوخوا پنځلس میلیونو کسانو ته په ټول افغانستان کې د خوړو مرستې رسولي دي.

میرمن تکرال وايي، چې ډبلیو ایف د خوړو د رسولو بهیر د چټکولو لپاره د خپلو لاریو شمیر ۱۷۱ ته رسولی، چې په منظم ډول د پاکستان، تاجکستان او ازبکستان له بندرونو څخه افغانستان ته خواړه رسوي.

د "ډبلیو ایف پي" ادارې دغې چارواکې افغانانو ته د خپلې ادارې له خوا د مرستې رسولو د هڅو یادونه په داسې حال کې کړې، چې د رویترز خبري اژانس د ملګرو ملتونو د یو لوړ پوړې چارواکي له قوله ویلي، چې دغې ادارې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره ۱۳۵ میلیونه ډالره کابل ته انتقال کړي، خو د بهرنیو اسعارو څخه په راکړه ورکړه کې د طالبانو د حکومت د محدودیتونو له امله دغو پیسو څخه کار نشي اخیستلی.

د رویترز اژانس د راپور له مخې د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام "یو این ډي پي" رئیس عبدالله الدردري د بندیزونو په تړاو یوې غونډې ته د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې ملګروملتونو د افغانستان نړیوال بانک "اې آی بي" ته دا پیسې د طالبانو د حکومت د دې ژمنې پر اساس چې ډالر به په افغانۍ بدلوي انتقال کړې، خو تراوسه د افغانستان بانک دا کار نه دی. د هغه په وینا د افغانیو پرته دا اداره نشي کولی خپل ټول پروګرامونه پلي کړي.

د طالبانو حکومت د روان هجري شمسي کال د لړم په ۱۱ مه په افغانستان کې په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه منع کړه او ویې ویل چې له دې وروسته به ټوله راکړه ورکړه په افغانیو ترسره کیږي.

د افغانستان بانک د ملګرو ملتونو د ادارې د دغه چارواکي څرګندونو ته غبرګون لا نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG