د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو څار سازمان: افغان میرمنې د طالبانو پر وړاندې د عدالت نړیواله محکمه کې د دریدلو مستحقې دي


عکس ارشیف- د عدالت نړیواله محکمه
عکس ارشیف- د عدالت نړیواله محکمه

بشري حقونو د څار سازمان (HRW) د ښځو د څانګې مشرې هیدربار د افغان میرمنو او نجونو د حقونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت د پرله پسې سرغړونو په دوام ویلي چې د عدالت نړیواله محکمه دغو سیستماتیکو سرغړونو ته د ځواب ویلو لپاره یو ښه ممنکه ادرس کیدلی شي.

ددغه سازمان له خوا د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۳۱ (سلواغې ۱۱) په یو خپور شوي راپور کې ویل شوي چې افغان میرمنې او نجونې د عدالت په نړیواله محکمه (ICJ) کې د طالبانو پر وړاندې د دریدلو مستحقې دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د فلسطین د غزې په تړانګه کې د جرمونو په تړاو ددغې محکمې وروستۍ پریکړې ته په اشاره ویلي چې په داسې حال کې چې په وروستیو اونیو کې نړیواله پاملرنه ددغې محکمې له خوا د اسرائیل له خوا د فلسطینیانو د نسل وژنې د مخنیوي پریکړې ته اوړیدلې ده، د افغانستان دننه او بهر کې افغان میرمنې هم ددغې محکمې پریکړې ته سترګې په لارې دي.

دا راپور چې د بشري حقونو د څار د سازمان د ښځو د څانګې مشرې هیدربار لیکلی په کې ویل شوي: " د عدالت نړیواله محکمه (ICJ) په اساسي ډول د نړیوالو قوانینو له مخې د دولتونو ترمنځ د لانجو د هوارولو لپاره جوړه شوې ده. ددغې محکمې ځینې قضیې بشري حقونو سره تړاو لري".

په دې راپور کې په ۲۰۱۹ کال کې د ګمبیا له خوا د نسل وژنې د کنوانسیون لاندې د میانمار له خوا د دغه هیواد د روهنګيایي مسلمانانو د نسل وژنې پرخلاف د عدالت نړیوالې محکمې ته د یوې قضیې د وړاندې کیدو یادونه شوې او همداشان ویل شوي چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې د کاناډا او هالنډ له خوا هم د شکنجې پر خلاف د ملګرو ملتونو د کنوانیسون څخه د سوریې د سرغړونو په خلاف یوه دعوا وړاندې شوې وه.

په دې راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته طالبانو په دغه هیواد کې پر ښځو او نجونو باندې ظالمانه ځپوونکي محدودیتونه لګولي او د زده کړو د قابلیت، کار، د تاوتریخوالي څخه پرته د ژوند تیرولو، روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی، په عام ژوند کې ګډون، په ازاد ډول حرکت کول او حتی په پارک کې د قدم وهلو په ګډون د هغوی د ژوند په هره برخه کې له حقونو څخه سرغړونې کړي دي.

هیدر بار ویلي: "دا سرغړونې لا هم دوام لري، چې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د مخنیوي د کنوانسیون په خلاف دي چې افغانستان له خوا هم په ۲۰۰۳ کال کې منل شوی دی".

ددغه سازمان د ښځو څانګې مشرې ویلي چې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د مخنیوي کنوانسیون هغو دولتونو ته چې دا کنوانسیون یې لاسلیک کړی ددې اجازه ورکوي چې د نورو هیوادونو سره چې کنوانسیون یې لاسلیک کړی خپلې دعوې نړیوالې عدلي محکمې ته "د وضاحت او غوښتنې په تړاو" چې د خبرو او قضاوت له لارې نه وي حل شوی وړاندې کړي.

د بشري حقونو د څار د سازمان دغې چارواکې په دغه راپور کې ویلي چې د نړۍ ډیرو هیوادونو د ښځو او نجونو پر حقونو باندې د طالبانو په پراخه کچه بریدونه غندلي دي.

میرمن بار ویلي چې په داسې حال کې چې دا نړیواله محکمه د طالبانو له خوا د ترسره شویو جرمونو پلټنه کوي، دا محکمه حکومتونو ته ددې بلنه ورکوي چې د افغان میرمنو سره خپل پیوستون څرګند کړي او د یوې بلې عملي لارې په توګه د طالبانو سرغړونې د عدلي څیړنې لاندې راوړي.

میرمن بار ویلي چې د نورو وروستیو قضیو په څیر دا به د داسې اقداماتو رامنځ ته کیدو سبب شي چې پایلې به یې مثبتې وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG