د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو د طالبانو له خوا د 'بد حجابۍ' په تور د افغان نجونو او ښځو په توقیفولو اندیښنه ښودلې


عکس ارشیف: یوناما په کابل او دایکندي ولایتونو کې د حجاب د فرمان د پلي کولو یو لړ کمپاینونه مستند کړي دي
عکس ارشیف: یوناما په کابل او دایکندي ولایتونو کې د حجاب د فرمان د پلي کولو یو لړ کمپاینونه مستند کړي دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي چې د افغانستان د حاکمو چارواکو له خوا د اسلامي حجاب د اصولو د نه مراعاتولو د ادعا پر بنسټ د ښځو او نجونو د خپلسرو نیولو او توقیف په وروستیو پېښو په ژوره توګه اندیښمنه ده.

نن پنجشنبه د جنورۍ ۱۱ (مرغومي ۲۱) یوناما د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې "د جنورۍ له لومړۍ نیټې راهیسې، په کابل او دایکندي ولایتونو کې یوناما د حجاب د فرمان د پلي کولو یو لړ کمپاینونه مستند کړي دي چې د حاکمو چارواکو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت او پولیسو لخوا ترسره شوي دي."

د اعلامیې پر بنسټ، په کابل او دایکندي کې د طالبانو د حکومت د بېلابېلو بنسټونو له خوا ګڼ شمېر ښځې او نجونې نیول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا ویلي دي چې: "په پلي کیدونکو اقداماتو کې فزیکي تاوتریخوالی په خاص ډول د ښځو او نجونو لپاره سپکاوي کوونکی او خطرناک دي." هغې همدارنګه ویلي چې: "توقیفونه له ځانه سره یوه لویه بدنامي لري چې افغان میرمنې له ډیر خطر سره مخامخ کوي، او همداشان عامه باور له منځه وړي."

یوناما ویلي چې د ناوړه چلند او غیرقانوني توقیف د تورونو په اړه څیړنې کوي او داسې ښکاري چې د اجرایي عملیاتو له اړخه د مذهبي او توکمیزو اقلیتونو ټولنې په غیر متناسب ډول اغیزمنې شوي دي.

یوناما ویلي، د ښځو او نجونو د خلاصون په بدل کې د پیسو اخیستلو تورونه شته.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما د اعلامیې په غبرګون کې د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي دي چې: "‏د ښځو په اړه دیوناما اندیښنه بې ځایه ده. یوناما په افغانستان کې د حجاب په مورد له ښځو سره د ناوړه چلند په اړه اندیښنه ښودلی چې سمه نه ده. افغان میرمنې پخپله حجاب مراعاتوي، زور زیاتي ته اړتیا نلري او د امربالمعروف لخوا هم له چاسره زور زیاتی ندی شوی. په دې اړه شوی پروپاګند حقیقت نه درلود."

د یوناما په اعلامیه کې راغلي: " یوناما ویره لري چې د ځپنې روان بهیر، ښځې د خپل سري نیول کیدو د وېرې له امله نورې انزوا ته بیایي، او همدارنګه د نارینو لپاره یو مناسب چاپیریال رامنځته کوي چې نارینه په کور کې جبري اقدامات عملي کړي. "

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر ویلي چې یوناما دغه موضوعات د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په ګډون، په مستقیمه توګه له حاکمو چارواکو سره شریک کړي دي او د توقیف شویو د زر تر زره خوشې کیدو غوښتنه یې کړې.

یوناما د طالبانو حکومت ته په خطاب کې ټینګار کړی دی چې افغانستان د یو دولت په توګه د بشري حقونو د اوو مهمو نړیوالو سندونو غړی پاته شوی دی او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۲۳ کال ۲۶۸۱ پریکړه لیک هم پر طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره هغه تګلارې او کړنې بیرته واخلي چې له بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو په برخه کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیت رامنځ ته کوي.

یوناما د "بد حجابۍ" له امله د نجونو او ښځو د توقیف په اړه پداسې حال کې اندیښنه څرګنده کړې چې دمخه د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو او د افغانستان یو شمېر سیاسي څېرو د طالبانو د "بد حجابۍ" په تور د امر معروف مامورینو له خوا د لسګونو نجونو او ځوانو مېرمنو توقیف کول په کلکه غندلي او د توقیف شویو د خلاصون غوښتنه یې کړې ده.

له دې څخه دمخه ذبیح الله مجاهد د بدحجابۍ په تور د نجونو د نیولو په اړوند طلوع نیوز ته ویلي وو چې "د بهرنیو کړیو له خوا په فیشن شو کې ښکیلې یو شمېر ښځې د خپلو کورنیو په رضایت د طالبانو د ښځینه پولیسو له خوا د لنډ وخت لپاره بندیانې شوې دي او له سپارښتنو وروسته خوشې شوي دي."

خو د ښځو د حقونو فعالان په دې باور دي چې د طالبانو له خوا دا ډول نیول د ښځو د حقونو د ازادۍ د خوځښتونو د ځپلو په هدف او د طالبانو له خوا د جنسي تبعیض پر وړاندې د ښځو د مخالفت د مخنیوي لپاره ترسره کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG