د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو څار سازمان: طالبان د 'سپکاوي ډکې' اخلاقي او ټولنیزې کړنلارې پلې کوي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د بشري حقونو د څار سازمان (HRW)، وايي چې طالبانو د ښځو او نجونو پر وړاندې یو د بل پسې د سپکاوي ډک سیاستونه خپل کړي او دې حد ته رسیدلي دي، ځکه چې نړیوالې ټولنې دا ډله د هغوی د کړونو پر وړاندې ځواب ویلو ته نه ده حاضر کړې.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ اپریل لسم (وري ۲۲) د ایکس په پاڼه په یو پیغام کې ویلي چې طالبانو په دې وروستیو کې اعلان کړی چې په افغانستان کې د مرګ تر پولې د ښځو سنګسارول له سره پیلوي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي: " طالبان د افغان میرمنو د بدن پواسطه خپلې د سپکاوي ډکې اخلاقي او ټولنیزې کړنلارې پلې کوي. د دوو نیمو کلنو ناوړه ګټه اخیستنه چې د نه ځواب ویلو سره مل وه طالبان د ښځو د هدف ګرځولو په برخه کې لا زړور شوي دي".

طالبانو په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو وروسته په تیرو دوو نیمو کلنو کې پر ښځو او نجونو باندې په پرله پسې ډول محدودیتونه زیات کړي چې له امله یې ښځې په ټولنه کې څنډې ته شوي دي. د طالبانو مشر په دغو دوه نیمو کلنو کې یو زیات شمیر فرمانونه صادر کړي چې له امله یې د نجونو او ښځو د نورو حقونو سربیر له هغوی د زده کړو او کارحقونه هم اخیستل شوي دي.

د طالبانو حکومت پر دغو کړنو ددغه حکومت د ځینو لوړپوړو چارواکو په ګډون د پراخو نیوکو او انتقادونو سره سره په خپلو دغو پالیسو کې تراوسه بدلون نه دی راوستی.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده تیره ورځ د کوچني اختر په مناسبت په کندهار کې یوې غونډې ته په وینا کې د شرعي حدودو لکه قصاص او په عام محضر کې د تورنو د مجازاتو او جسمي مجازاتو د تطبيق څخه دفاع وکړه او دا کار يې د اسلامي قوانينو سره سم وباله.

هغه ټینګار وکړ چې اسلامي احکام به هغه ډول پلي کړي لکه څنګه چې د اسلام د پیغمبر محمد (ص) په وخت کې تطبیق کیدل.

د طالبانو د مشر له فرمان وروسته په عام محضر کې د سزا د تطبیق په اقداماتو کې زیاتوالی راغلی دی چې د اقدامات د نړیوالو او د بشري حقونو د سازمانونو له پراخو نیوکو سره مخ شوي دي. ملګرو ملتونو د طالبانو د مشر دغه حکم "ډیر مایوسوونکی" بللی دی.

خو د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده دغو انتقادونو ته په ځواب کې ویلي: "ته غواړئ دا خپل قانون پر ما باندې تحمیل کړئ او غواړئ چې ستا د قانون احترام وشي، زما اسلام دی، دین دی، د الهي دین دی، ولې دې ددې ولې احترام نه لرئ، ددې ولې بې قدري کوئ، عیب پک کښې وایی، مونږ مسلمانانو ته دا نسبت کوئ چې دا د بشر د حقونو خلاف دي؟"

د طالبانو مشر نږدې دوه اونۍ دمخه په غږیز پیغام کې ویلي و چې حکومت یې د زنا د فعل ترسره کولو په صورت کې ښځې په عام محضر کې سنګساروي او یا یې هم په دُرو وهي، که څه هم دا ډول کړنې کیدای شي چې لودیځو هیوادونو کې د ښځو د حقونو څخه سرغړونه وګڼل شي.

هغه خپل ځان پر ځمکه د خدای استازی یاد کړ او افغانستان کې د شرعي حکمونو په تطبیق باندې ټینګار وکړ. ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره به پر طالبانو باندې خپل فشار ته دوام ورکړي.

په عین وخت کې د بشري حقونو مدافعان ټینګار کوي چې طالبان ددې سربیره چې په افغانستان کې د بشري حقونو څخه سرغړونه کوي د جنسیت پر بنسټ د تبیعض هم مرتکب کیږي.

طالبانو په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د رسیدلو وروسته په تیرو دوه نیمو کلنو کې د ښځو په ګډون په سلګونو کسان په مختلفو تورونو د هغې له ډلې "اخلاقي جرمونو" په تور د سپورت په سټډیومونو کې د زرګونو کسانو پر وړاندې په دُرو وهلي دي.

همداشان د طالبانو د حکومت سترې محکمې لږ ترلږه څلور تنه ددغه محکمې له خوا په قتل باندې د محکومیدو وروسته په عام محضر کې اعدام کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG