د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د مشر څرګندونو ته د ښځو د حقونو د افغان فعالانو غبرګونونه


د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي تلویزیون له خوا ددغې ډلې د مشر هبت الله ته د منسوبې شوې غږیزې وینا د خپریدو وروسته د ښځو او بشري حقونو یو شمیرفعالانو او مدافعانو په غبرګون کې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د وضعیت په لا خرابیدو ژوره اندیښنه ښودلې ده.

د طالبانو مشر په دغه وینا کې ویلي چې په افغانستان کې د زنا د فعل ترسره کیدو په صورت کې په علني ډول د ښځو د "سنګسارولو په ګډون د اسلام جزايي عدلي نظام" پلي کیدو ته ژمن دی.

د طالبانو مشر لویدیځو هیوادونو ته په خطاب کې ویلي: "ممکن ده تاسو دا د ښځو د حقونو څخه سرغړونه وګڼئ چې مونږ یې په عام محضر کې د زنا د فعل د ترسره کولو په دلیل سنګسار او په درو وهو ځکه چې ستاسو د دموکراسۍ د اصولو سره په ټکر کې دي. لکه څنګه چې تاسو ادعا کوئ د ټول بشریت د ازادۍ لپاره هڅې کوئ، زه هم هم همداسې... تاسو د شیطان استازي یاست."

د ولسي جرګې پخوانې غړې شاګل رضايي دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د طالبانو مشر ښځې سنګساروي چې لویدیځ ته پیغور ورکړي.

رضايي د خپل ایکس په پاڼې لیکلي: "افغانانو او د هغوی حقونو ته دا ډول کتنه فاجعه ده او په سرباندې په لارې د تللو د متل یو ښه بیلګه ده. واقعیت دا دی چې د طالبانو په نظام کې د وګړو د حقونو او حکومتدارۍ څخه په لومړنۍ کچه هم پوهاوی نشته، طالبان د حکومتدارۍ لپاره نه دي جوړ شوي."

د ښځو د حقونو یوې فعالې راضیه بارکزۍ ویلي چې طالبانو د مشر ددغو څرګندونو څخه وروسته پرته له شک څخه د افغانستان د خلکو په وړاندې ظلم لا زیاتیږي.

بارکزۍ رسنیو ته په یو استولي ویډیویي پیغام کې ویلي چې د طالبانو د مشر ددغې وینا د خپریدو وروسته ټاکل شوې چې په افغانستان کې اعدامونه، شکنجې، سنګسارونه، درې وهل، وهل ټکول، وحشت او دهشت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې زیات شي.

هغې ویلي: "د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو پر وړاندې د هیلې د هیڅ دروازې د پرانیستلو تمه نه کیږي... ددې تمې لرل چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې دې د قانون حاکمیت او یا د خلکو ارادې ته درناوی وشي هیڅ تصور یې نه کیږي."

د راضیه بارکزۍ په وینا طالبان د بشري حقونو څخه د ښکاره سرغړونوسربیره په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ د تبعیضي کړنو سبب شوي هم دي، چې د ښځو د حقونو ددغې فعلې د وینا له مخې د نړیوالې ټولنې له خوا دغې ډلې ته د فرصت ورکولو دوام که په هرنوم اوسي په څرګنده د تروریزم سره لاس یو کول دي.

د ښځو او بشري حقونو یوې بلې فعالې لاله عثماني د طالبانو د مشر دغو څرګندونو د یادونې په ترڅ کې ویلي چې افغان میرمنې د کلنو راهیسې فریاد کوي چې د هغوی د ښځو د ملاتړ او د ښځو د برابرې لپاره مبارزې یوازې د دغو میرمنو لپاره نه دي، بلکې هغوی د تروریزم پر وړاندې او د دیموکراسۍ د ټینګیدو لپاره مبارزه کوي.

دغې فعالې نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې ویلي: " که نن د تروریزم پر وړاندې د افغان میرمنو سره متحد نه شئ، سبا به همدا تروریزم ستاسو پرخلاف متحد شي او نړۍ نن ددغې ډلې څخه د ملاتړ پایلې په خپلو سترګو ویني."

دافغانستان د ښځو د یووالي او پیوستون د ډلې یوې غړې ازیتا نظیمي د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده دغو څرګندونو ته په غبرګون کې په یو ویډیویي پیغام کې ویلي چې د طالبانو د مشر ددغه پیغام وروسته افغان میرمنو او نجونو چې یوه کمه هیله د خپلو حقونو د ترلاسه کیدلو اود هغې له ډلې د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو لپاره لرله په ناامیدۍ بدله شوه.

نظیمي ویلي: "کوم هیوادونه چې په ظاهرآ د بشري حقونو څخه د ملاتړ چغې وهي او په پټه په اونۍ کې لسګونه میلیونه ډالر د طالبان د جیب مصرف ورته استوي او پرته له دې چې د افغانستان د خلکو په وضعیت لږ فکر هم وکړي دغې تروریستي ډلې سره د تعامل په لټه کې دي، په دې برخه کې باید چې نړۍ او د افغانستان خلکو په ځانګړي ډول افغان میرمنو ته ځواب ویوونکي اوسي."

د طالبانو مشر ویلي چې ۲۰ کاله یې د لویدیځ سره په افغانستان کې جګړه کړې او شل او حتی له شلو نورو زیاتو کلنو لپاره د لودیځ سره جګړې ته چمتووالی لري. د طالبانو مشر د لویدیځو هیوادونو بشري حقونو او د ښځو په ازادیو هم انتقاد کړی او ویلي دي چې دا دیني عالمان وو چې په افغانستان کې یې دیموکراسۍ د خاورو لاندې کړه.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته په تیرو شاوخوا دوه نیمو کلنو واکمنۍ کې د ښځو په ګډون په سلګونو افغانانو ته په مختلفو تورونو د هغې له ډلې " اخلاقي جرمونو" په ورزشي ستډیومونو کې د زرګونو کسانو په حضور کې د دُرو سزا ورکړي دي او هم د طالبانو د حکومت سترې محکمې لږ تر لږه په دغه موده کې څلور تنه په عام محضر کې اعدام کړي دي.

د طالبانو حکومت په تیرو شاوخوا دوه نیمو کلنو کې د لومړنۍ دورې پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او د نږدې ۱۵ میاشتو راهیسې یې په پوهنتونونو کې هم نجونې او ښځې له زده کړو منع کړي دي.

همداشان د طالبانو حکومت د ملګروملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیردولتي موسسو کې د ښځو په کار هم بندیز لګولی او هم یې پر ښځو له کور بهر د حجاب اغوستلو او د اوږد سفر پر مهال د محرم د لرلو شرطونه ایښي او ښځې یې پارکونو او ورزشي کلپونو ته له تللو منع کړي دي.

ملګروملتونو د افغان میرمنو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت دا اقدامات د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک تبعیض بللی او ژرترژره یې ددغو اقداماتو د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.

طالبانو حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ځان ژمن ګڼي او په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز موقتي بڼه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG