د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو د طالبانو د مشر وروستۍ څرګندونې ډېرې ناهیلې کوونکې بللې


د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ویاند فرحان حق په عام محضر کې د ښځو د سنګسارولو په ګډون د «شرعي حدودو» د پلي کیدو په اړه د طالبانو د مشر هبت الله وروستۍ څرګندونې ناهیلې کوونکې ګڼلي دي.

هبت الله په خپلوڅرګندونو کې لویدیځو هیوادونو ته په خطاب کې ویلي: "ممکن ده تاسو دا د ښځو د حقونو څخه سرغړونه وګڼئ چې مونږ یې په عام محضر کې د زنا د فعل د ترسره کولو په دلیل سنګسار او په درو وهو ځکه چې ستاسو د دموکراسۍ د اصولو سره په ټکر کې دي. لکه څنګه چې تاسو ادعا کوئ د ټول بشریت د ازادۍ لپاره هڅې کوئ، زه هم هم همداسې..."

فرحان حق د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۵( حمل شپږم) په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې ملګروملتونو په پرله پسې ډول د طالبانو د ډیرو احکامو لاندې د ښځو سره د ناسم چلند په اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړي او ددغو فرمانونو د لغوه کیدو غوښتنه یې کړې ده.

هغه وویل: "مونږ به په دې اړه خپل فشار ته دوام ورکړواوهم به په افغانستان اوپه حقیقت کې په ټولو هیوادونو کې د ښځو د برابرو حقونولپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو".

د طالبانو مشر ویلي چې ۲۰ کاله یې د لویدیځ سره په افغانستان کې جګړه کړې او۲۰ او تر دې زیات وخت لپاره نورې جګړې ته چمتووالی لري.

د طالبانو مشر د لویدیځو هیوادونو بشري حقونو او د ښځو په ازادیو هم انتقاد کړی او ویلي چې دا دیني عالمان وو چې په افغانستان کې یې دموکراسۍ د خاورو لاندې کړه.

د طالبانو د مشر دغو څرګندونو ته د ملګرو ملتونو ددغه چارواکي د غبرګون دمخه د ښځو د حقونو یو شمیر فعالانو هم په جلا جلا غبرګونونو کې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د وضعیت په لا خرابیدو ژوره اندیښنه ښودلې وه.

د ځینو دغو فعالانو په وینا افغانانو او د هغوی مدني حقونو ته دا ډول کتنه فاجعه را وړونکې ده او دا ښيي چې د طالبانو په نظام کې د وګړو د حقونو او حکومتدارۍ څخه په لومړنۍ کچه پوهاوی هم نشته دی.

د ښځو د حقونو یو شمیر ښځینه ملاتړې ټینګار کوي چې طالبان د بشري حقونو څخه د ښکاره سرغړونوسربیره په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ د تبعیضي کړنو سبب شوي هم دي، چې د ښځو د حقونو ددغو فعالانو د وینا له مخې د نړیوالې ټولنې له خوا دغې ډلې ته د فرصت ورکولو دوام که په هرنوم اوسي په څرګنده د تروریزم سره لاس یو کول دي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته په تیرو شاوخوا دوه نیمو کلنو واکمنۍ کې د ښځو په ګډون په سلګونو افغانانو ته په مختلفو تورونو د هغې له ډلې " اخلاقي جرمونو" په ورزشي ستډیومونو کې د زرګونو کسانو په حضور کې د دُرو سزا ورکړي دي او هم د طالبانو د حکومت سترې محکمې لږ تر لږه په دغه موده کې څلور تنه په عام محضر کې اعدام کړي دي.

د طالبانو حکومت په تیرو شاوخوا دوه نیمو کلنو کې د لومړنۍ دورې پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او د نږدې ۱۵ میاشتو راهیسې یې په پوهنتونونو کې هم نجونې او ښځې له زده کړو منع کړي دي.

همداشان د طالبانو حکومت د ملګروملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیردولتي موسسو کې د ښځو په کار هم بندیز لګولی او هم یې پر ښځو له کور بهر د حجاب اغوستلو او د اوږد سفر پر مهال د محرم د لرلو شرطونه ایښي او ښځې یې پارکونو او ورزشي کلپونو ته له تللو منع کړي دي.

ملګروملتونو د افغان میرمنو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت دا اقدامات د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک تبعیض بللی او ژرترژره یې ددغو اقداماتو د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.

طالبانو حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ځان ژمن ګڼي او په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز موقتي بڼه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG