د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو څار سازمان: افغان میرمنې د طالبانو د ظلم پر وړاندې د مقاومت په لومړۍ کرښه کې ولاړې دي


ارشیف
ارشیف

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو څار سازمان ( هیومن رایټس واچ) وايي، د تیري میلادي میاشتې په وروستۍ ورځ کابل کې د کاج تعلیمي مرکز کې په هزاره زده کوونکو باندې ځانمرګي برید د افغانستان په ولایتونو کې ښځې لاریونونو ته هڅولي دي.

دغه سازمان د چهارشنبې د ورځې ناوخته اکتوبر۱۲ ( تلې ۲۰) په یو راپور کې ویلي، چې د کاج په تعلیمي مرکز باندې د سپټمبر د میاشتې په ۳۰ مه د ځانمرګي برید وروسته ښځو د کابل، هرات، بلخ، بامیان، غزني، ننګرهار او پنجشیر ولایتونو کې پردغه تعلیمي مرکز د برید د غندنې او پر هزاره توکمو د نورو دغسې بریدونو د بندیدو لپاره لاریونونه کړي دي.

د بشري حقونو نړیوال سازمان ویلي، چې طالبانو امنیتي ځواکونو ددغو سوله ییزو اعتراضونو د ځپلو لپاره په کابل او نورو ولایتونو کې له زور کار اخیستی او پر لاریون کوونکو یې هوايي ډزې کړي دي.

د بشري حقونو نړیوال سازمان په دغه راپور کې ویلي " تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته افغان میرمنې د طالبانو د ظلم پر وړاندې د مقاومت په لومړۍ کرښه کې ولاړې دي. هغوی د برابرو حقونو، عدالت او سولې د غوښتنو لپاره سوله ییز اعتراضونه کړي. د طالبانو له خوا د اعتراض کوونکو په وحشیانه ډول د وهلو،نیولو، توقیفولواو تښتولو سره سره یې اعتراضونو ته دوام ورکړی دی".

د بشري حقونو نړیوال سازمان وايي اعتراض کوونکې ښځې د 'ډوډۍ، کار او ازادۍ' شعارونه ورکوي او پرته له ویرې د خپلو حقونو او د برابرو حقونو لرونکي افغانستان د غوښتلو لپاره مبارزه کوي.

طالبانو حکومت واک ته د رسیدلو وروسته افغانستان کې په دولتي ادارو کې ښځې له کار څخه بندې کړي او د شپږم ټولګي څخه د پورته ټولیګو ښوونځي یې د نجونو په مخ تړلي دي.

همداشان د طالبانو حکومت ښځو باندې د سفر پر مهال د شرعي محرم محدودیت هم لګولی چې د طالبانو دا ټول اقدامات په نړیواله کچه غندل شوي دي.

په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې په وروستي اقدام کې د امریکا متحده ایالاتو حکومت د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۱۱ (تلې ۱۹) د طالبانو پر هغو اوسنیو او پخوانیو چارواکو د امریکا د ویزو محدودیتونه اعلان کړل چې په افغانستان کې د نجونو او میرمنو په ځپلو کې لاس لري.

د دغه وزارت په اعلامیه کې د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن په قول ویل شوي چې د محدودیو په دې اقدام کې د طالبانو اوسني یا پخواني غړي، د غیر دولتي امنیتي ډلو غړي او نور هغه افراد شامل دي چې په افغانستان کې په محدود کوونکو پالیسیو او تاوتریخوالو سره د نجونو او میرمنو په ځپلو کې مستقیم او غیر مستقم لاس لري.

په اعلامیه کې زیاته شوې، هغه کسان چې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو ته د نجونو د نه پریښودلو لامل کیږي، د کار او مسلک انتخاب ته د هغوی مخه نیسي، د بیان د آزادۍ خنډ ګرځي هم د امریکا د ویزو له محدودیتونو سره مخ کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي سره له دې چې طالبانو ژمنه کړې وه د ټولو افغانانو بشري حقونو ته به درناوی کوي خو هغوی د یو لړ پالیسي ګانو په اعلانولو د نجونو د تعلیم او په ډیرو برخو کې د میرمنو د کار مخه نیولې ده.

XS
SM
MD
LG