د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: ښايي پر'کاج' تعلیمي مرکز د برید مرګ ژوبله نوره هم زیاته شي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (يوناما) وايي چې په کابل کې د «کاج» په تعلیمي مرکز باندې د برید له امله د مرګ ژوبلې کچه د زیاتېدو په حال کې ده.

یوناما د دوشنبې په ورځ اکتوبر درېیمه (تلې ۱۱) په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په دغې چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۳ او ټپیانو هغه یې ۱۱۰ ته لوړ شوی دی.

یاده چاودنه د تیرې جمعې په ورځ د کابل ښار د دیارلسمې امنیتي حوزې کې د کانکور ازمایښتي ازموینې پرمهال وشوه. د یوناما د معلوماتو په اساس کېدای شي.

یوناما زیاته کړې: "د تلفاتو شمېر ښايي نور هم لوړ شي. په کابل کې د یوناما دفتر د بشري حقونو د څانګو لخوا د تایید بهیر دوام لري."

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د دغه پيښې په لومړۍ ورځ ویلي چې په یاده چاودنه کې ۱۹ تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.یوناما هم دوې ورځې مخکې په دغه چاودنه کې د وژل شوو کسانو شمېر ۳۵ او ټپيانو دا ۸۲ ښودلی و.

دغه چاودنه چې لا یې تر دا مهاله کومې ډلې یې مسؤلیت نه دی منلی، په کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شوه.

په کابل، هرات او بامیانو کې ګڼ شمېر مېرمنو د دغه برید په غبرګون کې لاریونونه هم وکړل او د نجونو د تعلیم د حق شعارونه یې هم ورکول: «تعلیم زموږ حق دی، نسل وژنه جرم» دی شعارونه یې ورکول. د هرات مظاهره کوونکې ادعا کوي چې طالبانو وهلې دي.

بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په کابل کې د تیرې شنبې په ورځ د ښځو لاریون په وړاندې د طالبانو امنیتي سرتیرو د چلند په اړه د اندېښنې په ښودلو سره له طالبانو څخه غوښتي چې د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي.

یوناما همدارنګه د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د سوله ییز لاریون د مخنیوي په موخه وسله ونه کاروي.

خو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په کابل کې د مېرمنو د تیرې ورځې مظاهرې مخنیوي په اړه امریکا غږ ته ليږلي پيغام کې ویلي چې د یاد لاریون د تر سره کېدو او هدف په اړه امنیتي ارګانونو ته خبر نه و ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG