د لاس رسي وړ اتصالات

بلخ کې ښځینه مظاهره کوونکې ادعا کوي چې 'طالبانو یې مخه نیولې او ځینې یې نیولې'


پر «کاج» تعلیمي مرکز د مرګونې برید په غبرګون کې په کابل، هرات او بامیانو کې د ښځینه محصلینو تر مظاهرو وروسته نن دوشنبه د بلخ پوهنتون لسګونه ښځینه محصلینو هم په مزارشریف ښار کې لاریون وکړ او په افغانستان کې یې د «نسل وژنې» د درېدو غوښتنه وکړه.

خو یو شمېر ښځینه محصلینو ادعا کړې چې طالبانو د یاد لاریون د پراخوالي د مخنیوي ترڅنګ په بلخ پوهنتون او لیلیه کې د ښځینه محصلینو مخه نیولې او په مزارشریف ښار کې هم یو شمېر معترضي نجونې نیولي او بندي کړي دي.

یادو ښځينه محصلینو د دوشنبې په ورځ اکتوبر درېیمه (تلې ۱۱) «نسل وژنه بنده کړئ»، «زده کړې زموږ حق دی ــ امنیت زموږ حق دی» او «مرګ پر تبعیض» شعارونه ورکول.

په بلخ ولایت کې د یاد لاریون یوې ګډون کوونکي امریکا غږ ته وویل چې ټاکل شوې دغه مظاهره نن سهار ۹:۰۰ د بلخ پوهنتون له انګړ څخه پیل شوې وای، خو ویې ویل چې طالبانو د نجونو د لیلیې دروازه او د ځینو درسي ټولګیو دروازې بندې کړې.

دغه معترضي مېرمنې همدارنګه ادعا وکړه چې یو شمېر نورې نجونې چې له پوهنتون څخه بهر یې خپل اعتراض پیل کړی و، غوښتل یې ځان ولایت مقام مخته ورسوي، خو ویې یل چې په لویه لار کې د طالبانو هغوی «محاصره» کړي او د هغوی د لاریون مخه نیولې ده.

نوموړې ادعا وکړه چې یو شمېر ښځینه محصلینې په تېښته بریالۍ شوي، خو طالبانو یو شمېر نورې معترضې نجونې په یو سرای کې بندیانې کړی او هغوی ته یې ویلي، تر څو چې د کورنۍ غړي یې نوي حاضر شوي، هغوی به خوشي نکړي.

پر همدې مهال د بشري حقونو څار سازمان د ښځو برخې مسؤلې هدر بار په بلخ کې د نجونو د مظاهرې مخنیوي ته په غبرګون کې پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د طالبانو لخوا د پوهنتون په لیلیه کې د نجونو بندي کول، د ښځو له غږ څخه د ویرې په معنا دي.

خو په بلخ کې د طالبانو ځايي مسؤلینو په دغه ولایت د لاریون کوونکو ښځو نیولو په اړه اوازې رد کړي دي. د بلخ د امنیه قوماندانۍ په یوې اعلامیې کې ویلي چې طالب سرتیرو د مظاهره کوونکو د امنیت په هدف په مزارشریف ښار کې د ښځینه محصلینو د لاریون مخه نیولې ده.

د دغې قومندانۍ ویاند محمد اصف وزیري په یوې اعلامیې کې ویلي‌دي چې دوی ته له مخکې د دغه لاریون په اړه معلومات ورکړل شوي‌نه وو. تر دې مخکې په کابل، هرات او بامیانو کې یو شمېر ښځينه محصلینې پر «کاج» تعلیمي مرکز د تیرې جمعې ورځې مرګونې چاودنې په غبرګون کې لاریونونو ته راوتلي وې.

په هرات او کابل کې هم د طالب چارواکو لخوا د ښځینه معترضینو د لاریون د مخنیوي او د یو شمېر نورو لاریون کوونکو د وهلو ټکولو راپورونه هم ورکړل شوي و.

یوناما د دوشنبې په ورځ اکتوبر درېیمه (تلې ۱۱) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په دغه چاودنه کې د وژل شوو کسانو شمېر ۴۳ او ټپیانو هغه یې ۸۳ ته لوړ شوی دی.

د یاد بنسټ د معلوماتو په اساس کېدایسي د دغه پيښې مرګ ژوبله نوره هم زیاته شي. دغه سازمان ویلي چې د یادې چاودنې د قربانیانو زیاته برخه ښځې او ځوانې نجونې دي. دغه چاودنه چې لا یې تر دا مهاله کومې ډلې یې مسؤلیت نه دی منلی، په کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شوه.

XS
SM
MD
LG