د لاس رسي وړ اتصالات

له افغانستان څخه ۱۰۰ هنرمندان د طالبانو له ډاره وتلي 


د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتوت مشر وايي چې ۱۰۱ افغان هنرمندان قطر ته رسېدلي
د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتوت مشر وايي چې ۱۰۱ افغان هنرمندان قطر ته رسېدلي

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت وايي چې د نجونو د «زهره ارکستر» په ګډون ۱۰۱ هنرمندان او سندرغاړي له افغانستان څخه قطر ته انتقال شوي دي.

د موسیقۍ د ملي انستیتوت مشر احمد سرمست، چې اوس د استرالیا په میلبورن کې دی، د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې دا هنرمندان په کابل کې د قطر د سفارت په مرسته دوحې ته رسېدلي دي. هغه وویل چې دوی به پرتګال ته ځي. په دغو ۱۰۱ کسانو کې یې تر نیمایي زیاتې ښځې دي.

نوموړي وویل طالبانو د کابل په هوايي ډګر کې د دغو نجونو د ویزو په اړه پوښتنې وکړې، خو د قطر د سفارت چارواکو مداخله وکړه او ستونزه یې حل کړه. هغه وايي چې نجونو او ښځو ته ویل شوي وو چې دوی په موقتي «خدمتي پاسپورتونو» سفر نشي کولای، دا مهال له افغانستان څخه ډیرو وتونکي کسانو ته همدا ډول پاسپورتونه ورکول کیږي.

نوموړي وویل کله چې د دغو هنرمندانو الوتکه له کابله څخه والوتله، «ما ډېر وژړل. زما کورنۍ ماسره یو ځای ژړل. زما د ټول ژوند لپاره یوه خوشحاله شېبه وه.»

طالبان د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل او د مخکني حکومت ټولو ښځینه کارکوونکو ته یې وویل چې تر «امرثاني» پورې دې کارونو ته نه ورګرځي. طالبانو په خپلې اولې دورې کې (۱۹۹۶-۲۰۰۱) په موسیقۍ بندیز لګولی وی.

ښاغلي سرمست وویل چې طالبانو د موسیقۍ د ملي انستیتوت غړو ته ویلي وو چې تر «امرثاني» پورې په کورونو کې پاتې شي. نوموړي وویل چې د موسیقۍ او هنر د پوهنځي د ۱۸۴ اوسنیو او پخوانیو کارکوونکو د اېستلو هلې ځلې هم کوي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې خبریالان یې تېره میاشت دوی د موسیقۍ ملي انستیتوت تللي وو او هلته ټنګ ټګور نه و او خاموشه خاموشي وه.

XS
SM
MD
LG