د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په بغلان کې یو "محلي سندرغاړی" وژلی


طالب وسله وال
طالب وسله وال

په بغلان کې د محلي موسیقۍ د سندرغاړي فواد اندرابي کورنۍ وايي چې یو طالب جنګیالي دغه سندرغاړی په ډزو وژلی دی.

د فواد اندرابي زوی جاوید اندرابي اسوشیتدپرس ته ویلي دي‌ چې طالبان د هغه د پلار تر وژلو مخکې د هغوی کور ته ورغلي، له پلار سره یې مجلس کړی او چای یې هم ورسره څښلی و.

جواد اندرابي وايي چې له دغه مجلس وروسته بیا د طالبانو دریځ بدل شو او هغه یې د جمعې په ورځ اګست ۲۷ (وږی۵) وواژه.

هغه وايي چې د پلار قاتل ته سزا غواړي او په سیمه کې د طالبانو شورا ورته ویلي دي چې د پلار قاتل ته به یې سزا ورکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې د دغې پېښې په اړه به پلټنې وکړي.

د فواد اندرابي د وژلو خبر په ټولنیزو رسنیو کې هم خپور شوی دی. افغان خبریال بلال سروري هم په خپل ټویټر کې د هغه د وژلو خبر او د هغه د موسیقۍ یوه لنډه ویډیو خپره کړې ده.

د دغه محلي سندرغاړي له وژل کېدو وروسته داسې اندېښنې پیدا شوي دي‌ چې ښايي طالبان هماغه پخوانۍ سخت دریځۍ ته مخه کړي او په عادي افغانانو باندې د ژوند شرایط سخت کړي.

طالبانو د اګست په ۱۵ نېټه کابل ونیوه.

XS
SM
MD
LG