د لاس رسي وړ اتصالات

مجاهد: پاکستان ته مو ډاډ ورکړ چې افغان خاوره به د هېچا خلاف نه استعمالیږي 


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې کابل ته د پاکستان د استخباراتي مشر فیض حمید په مشرۍ ورغلي پلاوي ورسره په امنیتي مسائیلو خبرې کړي دي.

د پاکستان د آی اس آی مشر څو ورځې مخکې کابل ته تللی و.

د طالبانو ویاند د دوشنبې په ورځ سپتمبر۶ (وږي۱۵) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دغه پلاوي له ملابرادر سره هم لیدلي دي او د پاکستان امنیتي اندېښنې یې ورسره شریکې کړي دي.

ښاغلي مجاهد وویل چې پاکستان د یو شمیر هغو کسانو په اړه انديښنه لرله، چې طالبانو له زندانونو څخه خوشې کړي دي. وايي پاکستاني پلاوي ورته ویلي چې په دغو خوشي‌ شویو کسانو کې کېدای شي داسې افراد وي‌ چې پاکستان ته ستونزې جوړې کړې.

د طالبانو ویاند وویل چې پاکستاني پلاوي ته یې ډاډ ورکړی چې د «افغانستان خاوره به د هېچا په خلاف » نه کارول کیږي او هغه کسان به «مهاروي» چې په افغانستان کې د «پاکستان ضد»‌ فعالیتونه کوي.

طالبانو د افغانستان له نیولو وروسته له زندانونو څخه په زرګونه بندیان خوشې کړل.‌ راپورونه وايي چې په دغو کسانو د پاکستاني طالبانو یو شمېر غړي هم وو. پاکستان مخکې دا خبره کړې وه چې په افغانستان کې د پاکستان ضد ځینې عناصر فعال دي،‌ خو د افغانستان مخکني حکومت دا ادعا رد کړې وه.‌

امریکا په ۲۰۲۰ کې له طالبانو سره د سولې تړون وکړ چې په کې دا خبره هم شوې وه چې طالبان به له بهرنیو ترهګرو ډلو سره خپل روابط پرې کوي او د افغانستان خاوره به د نورو په ضد نه کارول کیږي.

په ننګرهار کې د طالبانو له ورتګ وروسته د «ډاکټر امین»‌ په نامه د یو کس ویدیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې، ویل کیږي چې دغه کس د القاعده ډلې سره نژدې روابط لري.

ښاغلي مجاهد په خپل خبري کنفرانس کې همدغه راز وویل چې پاکستاني پلاوي د افغانستان د هوایي ډګرونو په بیا فعالولو کې د مرستو وړاندیز هم کړی دی. له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د دغه هېواد د هوايي ډګرونو رادار او نور سیستمونه زیانمن شوي‌ دي.

طالبان وایي د قطر او ترکیې تخنیکي ډلې کابل کې دي چې په دې برخه کې مرستې وکړي او تازه داخلي او د بشري مرستو لپاره پروازونه پیل شوي دي.

د پاکستان د آی اس آی د مشر فیض حمید په مشرۍ څو ورځې مخکې یو پلاوی کابل ته ورغلی و، یو شمېر افغانانو د هغوی په سفر انتقاد کړی و. دغو افغانانو ویل چې لا طالبانو خپل حکومت اعلان کړی نه دی او په داسې یو حالت کې د ګاونډي هېواد د استخباراتي مشرانو سفر د سیاسي عرف خلاف کار دی.

خو طالبانو ویلي وو چې پاکستاني لوري په قطر کې له طالب مشرانو سره دا سفر ترتیب کړی و.

XS
SM
MD
LG