د لاس رسي وړ اتصالات

د مکسیکو په سویل کې د سلګونو کډوالو یوه ډله د امریکا په لور خوځېدلې


د متحده ایالاتو او مکسیکو پوله
د متحده ایالاتو او مکسیکو پوله

نږدې زر کډوال چې په دې وروستیو کې له ګواتیمالا څخه مکسیکو ته اوښتي د شنبې په ورځ په ډله ییزه توګه د مکسیکو په شمال کې د متحده ایالاتو سره پولې ته د رسیدو په هیله روان شوي دي.

دا ډله چې زیات شمیر یې د وینزویلا مهاجرین دي، د مکسیکو په جنوب کې د یوې لویې لارې په اوږدو کې پیاده روان دي او د وینزویلا بیرغ لیږدوي چې پرې د "سوله، ازادي، SOS" کلیمې لیکل شوي. د نارینه وو، ښځو، ماشومانو او تنکيو ځوانانو څخه جوړې شوې دغه ډلې پیسې د مکسیکو د ملي ګارد ګزمه روانه ده.

کډوالو د اسوشیتډ پریس اژانس ته ویلي چې دوی مکسیکو ته په غیرقانوني ډول د هغه سیند له لارې تیر شوي چې دواړه هیوادونه سره بیلوي. دوی وایي چې پریکړه یې کړې چې ډله منظمه کړي ځکه چې ډیر کسان یې په کوڅه کې بیده کیږي او د خواړو پیرودلو لپاره پیسې هم نه لري.

یوې وینزویلایي مهاجرې، روزلي ګلوریا د لویې لارې په اوږدو کې د لنډ استراحت پرمهال وویل: "مونږ غواړو یوازې د خپل امریکایی خوب و خیال او کار د پوره کولو لپاره مخ په وړاندې ولاړ شو، ځکه چې موږ ټول دلته کارګران یو."

هغې وویل چې د دې ډلې سره له یوځای کیدو دمخه یوه اونۍ په مکسیکو کې وه. ددې ډلې غړو وویل چې دوی د مکسیکو د مهاجرت له مقاماتو څخه لږې مرستې ترلاسه کړې او دوی ته په متحده ایالاتو کې د پناه اخیستنې په هکله ګډوډ او مغشوش کوونکې لارښوونې ورکړل شوي.

د مکسیکو په جنوب کې د مهاجرینو دا وروستۍ ډله پداسې حال کې راټولیږي چې د لاتینې امریکا هیوادونو څخه د ریکارډ په کچه متحده ایالاتو ته د مهاجرینو تګ جریان لري. د ۲۰۲۳ کال تر می پورې په ۱۲ میاشتو کې، د متحده ایالاتو مقاماتو په سویلي پولو کې ۲.۵ میلیون ځلې د مهاجرینو سره د مخامخ کیدو راپور ورکړی، چې دا شمیر د تیر کال په پرتله زیاتوالی ښیي.

د متحده ایالاتو په لور دا سفر آسانه نه دی، مهاجرین اکثرا په سیمه کې د وسله والو ډلو له خوا د تښتونو، زورونې او د تاوتریخوالي له نورو ډولونو سره مخامخ کیږي چې په پایله کې یې کډوال اکثرا د خوندي پاتې کیدو لپاره د سلګونو کسانو په ډلو کې کډ سفر کوي.

د وینزویلا مهاجرینو دمخه د سویلي امریکا په نورو هیوادونو لکه کولمبیا او پیرو کې پناه غوښتله، خو مخ په زیاتیدونکي توګه دوی متحده ایالاتو ته د رسیدو په هڅه کې د کولمبیا او پاناما ترمینځ د ډارین ګپ ځنګلونو له لارې خطرناک سفر ته زړه ښه کوي.

XS
SM
MD
LG