د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې سلګونو کسانو په سویډن کې د قرآن سوځولو په غبرګون کې مظاهره وکړه 


خوست ښار کې د سویډن په پلازمینه ستاکهولم کې د قرآن کریم د سوځولو د پېښې د غندلو مظاهره
خوست ښار کې د سویډن په پلازمینه ستاکهولم کې د قرآن کریم د سوځولو د پېښې د غندلو مظاهره

په خوست ښار کې په سلګونو افغانانو د سه شنبې په ورځ جنورۍ ۲۴ (سلواغې ۴) د سویډن په پلازمینه ستاکهولم کې د تېرې اونۍ په پای کې د قرآن کریم د سوځولو د پېښې د غندلو لپاره مظاهره وکړه.

ډنمارکي - سویډني ښي اړخي سیاستوال راسموس پالودان د شنبې په ورځ جنورۍ ۲۱ د سویډن په پلازمېنه کې د ترکیې د سفارت مخ ته د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب یوه کاپي وسوځوله.

د تیرې شنبې د ورځې راهیسې په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې مظاهرې روانې دي او پدې لړ کې نن د سه شنبې په ورځ ګڼو افغانانو په خوست کې دا پېښه وغندله.

د فرانس پرس د یو راپور له مخې خوست ښار د ښار په مرکزي څلور لارې کې مظاهره کوونکو د "مرګ د سویډن په حکومت او مرګ په داسې سیاستوالو،" شعارونه ورکول.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي عکسونه ښیي چې لاریون کوونکي په څلور لارې کې ولاړ دي او شاوخوا د طالبانو امنیتي ساتونکي لیدل کېږي.

قدير لکڼوال، چې د لاريون له تنظيموونکو څخه دی فرانس پرس اژانس ته وويل، "د خوست خلکو په سويډن کې د قرآن کريم سوځول وغندل او پر مسلمانو هېوادونو يې غږ وکړ، چې د دغه ناوړه او شریر سياستوال پر وړاندې خپل غږ پورته کړي."

د لاریون یو بل تنظیم کونکي ابراهیم سیار وویل چې "دا ډول کړنې باید تکرار نشي ترڅو د نورو مذهبونو لپاره د مسلمانانو په زړونو کې نفرت رامینځته نشي".

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې په سویډن کې د قران سوځول غندلي وو او د سویډن له حکومت څخه یې غوښتي وو چې ددې کار «مرتکب» ته سزا ورکړي.

دا پداسې حال کې دي چې د شنبې په ورځ ناوخته، د سویډن صدراعظم اولف کریسټرسن په سټاکهولم کې د قران کریم سوځول "ژوره بې احترامي" وبلله او په ټویټر کې ولیکل چې: "د بیان ازادي د دموکراسۍ بنسټیزه برخه ده. خو هغه څه چې قانوني وي لازمي نه وي مناسب وي. د کتابونو سوځول چې د ډیرو لپاره سپیڅلي دي د ژورې بې احترامي عمل دی."

هغه زیاته کړې چې: "زه غواړم د ټولو مسلمانانو سره خپله خواخوږي څرګند کړم چې نن د هغه څه په خاطر چې په سټاکهولم کې وشول خپه شوي دي."

د راسموس پالودان د اسلام ضد کړنو له امله تیر کال هم په سویډن کې پراخې بلواوې رامنځته شوی وې.

XS
SM
MD
LG