د لاس رسي وړ اتصالات

د سویډن صدراعظم د قران د سوځولو پېښه غندلې او بخښنه یې غوښتې 


د سویډن صدراعظم په سټاکهولم کې د شنبې په ورځ د قران کریم سوځول "ژوره بې احترامي" وبلله.

د سویډن یو ښي اړخي سیاستوال راسموس پالودان د شنبې په ورځ د سویډن په پلازمېنه کې د ترکیې د سفارت مخ ته د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب یوه کاپي وسوځوله.

دغه سویډني – ډنمارکي سیاستوال راسموس پالودان ته په ستاکهولم کې د ترکیې د سفارت مخ ته د اعتراضیه لاریون د ترسر ه کیدو په هدف اجازه ورکولو ترکیه په غوسه کړې او د ناټو په پوځي تړون کې د انقرې له خوا د سویډن د غړیتوب د منلو مسله یې نوره هم ستونزمنه کړې ده.

د راسموس پالودان د اسلام ضد کړنو له امله تیر کال هم په سویډن کې پراخې بلواوې رامنځته شوی وې.

د دې مسلې په اړه ترکیې د سویډن سفیر احضار کړې و او تیره ورځ یې انقرې ته د سویډن د دفاع وزیر سفر هم لغوه کړ چې هدف یې د ناټو په پوځي اتحاد کې د سویډن د غړیتوب په هکله د ترکیې د اندیښنو لرې کول وو.

د شنبې په ورځ ناوخته، د سویډن صدراعظم اولف کریسټرسن په ټویټر کې ولیکل چې: "د بیان ازادي د دموکراسۍ بنسټیزه برخه ده. خو هغه څه چې قانوني وي لازمي نه وي مناسب وي. د کتابونو سوځول چې د ډیرو لپاره سپیڅلي دي د ژورې بې احترامي عمل دی."

هغه زیاته کړې چې: "زه غواړم د ټولو مسلمانانو سره خپله خواخوږي څرګند کړم چې نن د هغه څه په خاطر چې په سټاکهولم کې وشول خپه شوي دي."

زیات شمېر نورو مسلمانو هېوادونو هم ویلي، چې د شنبې په ورځ د قرآن کریم د سوځولو له امله په غوسه شوي دي.

مراکش ویلي چې پدې سخت "حیران" شوی چې چارواکو څنګه اجازه ورکړې چې دا کار "د سویډن د انتظامیه ځواکونو په وړاندې" ترسره شي.

اندونیزیا، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او همداشان د خلیج د همکارۍ شورا او د اسلامي همکاریو سازمان دا کار غندلی دی.

جاکارتا ویلي، "د سپیڅلي کتاب په وړاندې د سپکاوي عمل مذهبي زغم ته زیان رسولی او زیانمن کړی دی" او زیاته کړې یې ده چې "د بیان ازادي باید په مسؤلیت سره وکارول شي".

د سویډن د دفاع وزیر پال جانسن د جمعې په ورځ د جرمني په رامشټین کې د متحده ایالاتو په پوځي اډه کې د اوکراین سره د پوځي مرستو په غونډه کې د ترکیې د دفاع وزیر اکار سره لیدلي او ترکیې ته د خپل سفر د ځنډیدو د پریکړې د تائید په ترڅ کې یې ویلي چې: "له ترکیې سره زموږ اړیکې د سویډن لپاره خورا مهمې دي او موږ په راتلونکي کې د ګډو امنیتي او دفاعي مسلو په اړه د خبرو دوام ورکولو ته سترګې په لار یو."

د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم کالن د شنبې په ورځ د سویډن په پلازمینه کې د ترکیې د سفارت پر وړاندې د مظاهرې په اړه په یو ټویټ کې لیکلي و: "زموږ د ټولو خبرداریو سره سره دې عمل ته اجازه ورکول د کرکې جرمونو او اسلام فوبیا [اسلام څخه ډار]هڅول دي." هغه زیاته کړې چې: "پر سپېڅلو ارزښتونو برید آزادي نه بلکې عصري وحشت دی."

سویډن، د خپل ګاونډي فنلنډ سره یوځای د ناټو د غړیتوب لپاره د ترکیې رضایت ته اړتیا لري.

دغو دواړو هېوادونو تېر کال په اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل په غبرګون کې د لسیزو پوځي ناپیلتوب وروسته د ناټو په پوځي تړون کې د شمولیت غوښتنه وکړه.

انقره وايي پدې هکله هر ډول پرمختګ د سویډن په اقداماتو پورې اړه لري چې هغه کسان ترکیې ته وسپاري چې په ترهګرۍ او یا د اردوغان په وړاندې د ۲۰۱۶ په کودتا کې برخه اخیستې تورن دي.

ترکیه استدلال کوي چې سویډن د هغو کردانو د ورسپارلو په اړه کافي کار نه دی کړی چې انقره ورته د "ترهګرو" په سترګه ګوري.

XS
SM
MD
LG