د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي چارواکي: طالبان د مخدره توکیو سلگونه لابراتوارونه لري


د امریکایي مقاماتو د اټکل له مخې د مخدره توکيو قاچاق د طالبانو ٦٠ فیصده جنګي لگښتونه پوره کوي.

په افغانستان کې د میشتو امریکایي ځواکونو مقامات وایي په تیره یوه میاشت کې د افغانستان په جنوب او په ځانگړې توگه په هلمند کې د افغان سرتیرو په ځمکنيو عملیاتو کې چې د امریکا الوتکو یې هم مرست کوله، د مخدره توکیو ٢٥ لابراتورونه ویجاړ کړي او طالبانو ته شاوخوا ١٦ میلیونه ډالر تاوان اوښتی دی.

افغان او امریکایي مقاماتو د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي دي چې طالبان په افغانستان کې د ۴۰۰ تر ۵۰۰ پورې د مخدره توکیو د پروسیس لابراتوارونه لري چې په کال کې ترې شاوخوا ٢٠٠ میلیونه ډالر عاید ترلاسه کوي. د مقاماتو په وینا د مخدره توکیو قاچاق د طالبانو د مالي منابعو ٦٠ فیصده جوړوي.

د امریکا د پخواني جمهور رئیس باراک اوباما د حکومت پر وخت امریکایي قوماندانان پر طالبانو باندې د تعرضي بریدونو منع شوي وو، خو اوس د جمهور رئیس دونالد ټرمپ په مشرۍ د امریکا نوي حکومت په افغانستان کې میشتو امریکایي پوځیانو ته زیات عملیاتي صلاحیتونه ورکړي دي.

د طالبانو پر مالي منابعو بریدونه

د روان میلادي کال د پیل راهیسې تر اوسه پر طالبانو او داعش باندې ٣٩٠٠ بمي او راکټي بریدونه شوي دي چې د تیر کال په پرتله درې چنده دي.

تیره میاشت د طالبانو د مخدره توکیو په مرکزونو باندې د عملیاتو د پیل کیدو پر وخت د امریکایي ځواکونو قوماندان جان نکلسن، وویل د زیاتو عملیاتي صلاحیتونو ورکول هغوې ته دا زمینه برابره کړې چې پر دښمن قوي بریدونه وکړي، داسې بریدونه چې مخکې نه وو شوي. هغه وویل چې د طالبانو د مخدره توکیو پر شبکو باندې به عملیات څو میاشتې دوام وکړي.

د هلمند ولایت ١۴ ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي او د کوکنارو کرکیله په کې کیږي او د اپینو نه ترلاسه شوی عاید په پرله پسې توگه د طالبانو لاس ته ورځي.

په داسې حال کې چې یو شمیر افغان او امریکایي پوځیان د طالبانو د مخدره توکیو د قاچاق د شبکو پر ضد عملیات ددې ډلې د مالي شاهرگ غوڅول گڼلي دي، خو یو شمیر کارپوهان ددغو عملیاتو د موثر والي په اړه اندیښنه لري.

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو یو پخواني قوماندان ډیویډ بارنو د نیویارک ټایمز ورځپانې خبریال اریک شمیت ته ویلي دي چې د افغان او بهرنیو ځواکونو اوسني عملیات ښایي طالبانو ته مالي ضربه وي، خو د هغه په اند طالبان کولای شي خپل لابراتوارونه پاکستان یا ایران ته انتقال کړي.

د بشري حقونو ډلو هم اندیښنه ښودلې چې د پوځیانو د هلو ځلو سره سره بیاهم د طالبانو پر مرکزونو باندې په هوایي بریدونو کې ملکي وگړو ته هم مرگ ژوبله اوړي.

په هلمند کې د امریکا بي ٥٢ بمبارد الوتکو تر څنگ F/A-18 او حتی F-22 جنگي الوتکې کارول شوې دي. ددې ترڅنگ امریکایي ځواکونو د جگړې په میدان کې د طالب جنگیالیو قوماندانانو ته هم پام اړولی. دی چې یو ښه مثال یې دسامبر په لومړی نیټه په هلمند کې د طالبانو د "سره واحد" د قوماندان ملا شاولي وژل دي.

XS
SM
MD
LG