د لاس رسي وړ اتصالات

ګوتېرش د نجونو په نړیواله ورځ یو ځل بیا په طالبانو غږ وکړ چې نجونې ښوونځیو ته پرېږدي


د ملګرو ملتونو عمومي منشي د «اکتوبر یوولسمه ماشومو نجونو د نړیوالې ورځې» په مناسبت یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د محدودیتونو د دوام په اړه اندېښنه ښودلې ده.

انتونیو ګوتیریش د سې شنبې په ورځ اکتوبر ۱۱ (تلې ۱۹) د یادې ورځې په مناسبت پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې "زه په افغانستان کې له ښوونځيو څخه د نجونو د محرومیت د دوام په اړه سخت اندېښمن یم."

نوموړي زیاته کړې چې له زده کړو څخه د نجونو محرومیت، خپله نجونو او یوه داسې هیواد ته چې د دوی انرژۍ او ونډې ته ژوره اړتیا لري زیان رسوي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي یو ځل له طالبانو څخه غوښتي چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

دا په داسې حال کې دي چې پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت یو کال په تېرېدو په دغه هیواد کې تر امر ثاني پورې تر شپږم ټولګیو ورپورته د نجونو ښوونځي بند دي او په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه پارولي دي.

طالب چارواکو تر دې مخکې د نجونو ښوونځيو بندېدو په اړه بېلابېل دلایل وړاندې کړي وو چې یو له هغه څخه یې د امکاناتو او مناسب چاپېریال رامنځته کول وو.

روانه میاشت د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست شېر محمد عباس ستانکزي وویل چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو بندېدو په اړه شرعي دلیل نشته او ژر تر ژره یې د نجونو ښوونځيو پرانیستلو غوښتنه وکړه.

په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو بندېدو په اړه د کورنیو او نړیوالو غبرګونونو په دوام د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه صندوق یا (یونیسف) په افغانستان کې د نجونو پر مخ د لېسې او متوسطه ښوونځيو د بندېدو د دوام په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې له زده کړو څخه د نجونو محرومیت د افغانستان اقتصاد ته لږ تر لږه ۵۰۰ میلیون ډالر زیان رسولی دی.

د څه باندې یو کال په تېرېدو سره په افغانستان کې د طالبانو حکومت د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی. تر دې مخکې د افغان ښځو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي رینا امیري ویلي و که طالبان غواړي نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي باید د نجونو او ښځو حقوقو تامین ته پام وکړي.

XS
SM
MD
LG