د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې ټولې نجونې باید زده کړې له سره پيل کړي


په افغانستان کې د یو کال په تېرېدو سره تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د محدودیتونو سره هم مهاله، ملګري ملتونه د هغوی د زده کړو پر دوام ټینګار کوي.

دغه بنسټ د جنسیتي برابرۍ او ښځو توانمندۍ په اړه پر ټویټر پاڼه لیکلي چې زده کړې نه یوازې داچې د نجونو حق دی، بلکې د یو هیواد د راتلوونکې په اړه پانګونه هم ده.

دغه بنسټ په ټینګار سره ویلي: "په افغانستان کې ټولې نجونې باید وکولای شي چې زده کړې له سره پيل کړي."

د ۲۰۱۲۱ میلادي کال د اګست له پنځلسمې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې تر شپږم پورته د نجونو لېسه او متوسطه ښوونځي تړل شوي او د ښځو په وړاندې هم محدودیتونه زیات شوي دي.

پر همدې مهال د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې ښوونځیو ته د نجونو پر تګ بندیز د اسلامي احکامو له وجې نه دی، بلکې دغه کار د «ګاونډي هیواد پاکستان په امر» شوی دی.

ښاغلي کرزي د اګست پر پنځمه (زمري ۱۴) د جرمني له شپیګل مجلې سره مرکه کې ویلي چې له زده کړو څخه د افغان نجونو محرومول، د یو منزوي افغانستان په معنی دی چې نشي کولای پر خپلو پښو ودریږي.

حامد کرزي همدارنګه زیاته کړې چې د پاکستان هدف یو بې دفاع، کمزوری او فقیر افغانستان دی چې د هغه له طرفه څخه پاکستان ته هیڅ ستونزه نه وي.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه هیواد له ملي تلویزیون سره مرکه کې، د پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه ادعا رد کړې ده. هغه ویلي چې د نجونو ښوونځي د دیني محلوظاتو په دلیل بند پاتې دي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې: "که موږ چیري د پاکستان په خبرو (کار) کولای، ښوونځي او مسائل به مخکې حل وای.دغه مسله دیني اړخ لري.د کورنیو علماو توافق ته اړتیا لري."

د هغه په خبره هڅې روانې دي چې د نجونو د ښوونځيو بندېدو ستونزه هواره شي.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت تر دې مخکې څو ځله ویلي و چې د یادو ښوونځيو د بیرته خلاصولو په اړه د دوی هڅې روانې دې، خو تر دا مهاله یې پایلې نه دي لیدل شوي.

روانه اونۍ د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت د نجونو ښوونځيو له پرانیستلو سره هیڅ مخالفت نلري : "د لیري پرتو سیمو اوسېدونکو د نجونو له تعلیم سره مخالفت نلري، بلکې له کورونو څخه د نجونو له وتلو سره حساسیت لري، د افغانانو کلتور په دې برخه کې ډير حساس دی."

د طالبانو حکومت د روان تعلیمي کال په لومړیو کې د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ښوونځي تر امر ثاني پوري بند کړل چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه راوپارول.

پر همدې مهال د بخښنې نړیوال سازمان پرون دوشنبه اګست اتمه (زمري ۱۷) وویل چې طالبان ښوونځيو ته د نجونو د تګ مخنیوی کوي او هغه محصلینې نجونې چې پوهنتونونو ته ځي هم له تبعیض سره مخ دي.

د دغه سازمان په باور د افغان مېرمنو او نجونو راتلوونکی د ورکېدو په حال کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د نجونو ښوونځيو بیرته پرانیستلو په اړه په افغانستان کې پراخ اعتراضونه او مدني حرکتونه شوي او د طالبانو له حکومت څخه يې غوښتي چې د نجونو ښوونځي بیرته خلاص کړي.

XS
SM
MD
LG