د لاس رسي وړ اتصالات

د ښوونکي ورځ؛ د ښوونکو په ملاتړ د 'طالبانو ټينګار'


د طالبانو حکومت د رئیس الورزا اداري مرستیال وايي «اسلامي امارت» د افغان ښوونکو ملاتړ او په ټول هیواد کې د ښوونې او روزنې ودې او پراختیا ده ژمن دی.

عبدالسلام حنفي د چهارشنبې په ورځ د اکتوبر پنځمه (تلې ۱۳) د ښوونکي نړیوالې ورځې په مناسبت غونډي ته وینا کې د افغانستان ټولو سیمو ته د ښوونې او روزنې پر رسولو ټینګار وکړ.

ښاغلي حنفي وویل چې د طالبانو حکومت دغه اړتیا ده په کتو د ښوونې او روزنې په چوکاټ کې ۲۰زره اضافي بستونه په نظر کې نیولي دي.

هغه وویل: "موږ باید د تعلیم او تربیې پایې د افغانستان ټولو سیمو ته پراخې کړو. په همدې اساس اسلامي امارت دا تصمیم نیولی دی چې د تعلیم او تربیې په چوکاټ کې ۲۰زره اضافه بستونه په نظر کې ونیسي. په هر ځای کې چې اړتیا وي، موږ باید هلته، مکاتب، مدارس، دارلحفاظونه او تخنیکي او مسلکي تعلیمات او پوهنتونونه باید رامنځته کړو."

نوموړي ټینګار وکړ چې دوی کولای شي د افغانستان ستونزې د ښوونې او روزنې په پراختیا سره هواري کړي.

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال د دې ترڅنګ د افغان ښوونکو د ستونزو هواري ته په اشارې وویل چې ښوونکو ته به لومړیتوب ورکول کیږي.

نوموړي زیاته کړه: "اسلامي امارت د کیفیت او کمیت له لحاظه د معارف ودې او پراختیا ده ته ژمن دی .ان شاءالله په را تلونکې هم هر څه چې د حکومت په توان کې وي، په لومړي قدم کې به لومړیتوب محترمو ښوونکو ته ورکول کیږي."

د ښوونکي نړیوالې ورځې په مناسبت یادې غونډې ته د طالبانو د پوهنې وزارت عبدالخالق صادق هم وویل چې دغه وزارت د ښوونکو مادي او معنیوي حقوقو ته ژمن دی.

طالب چارواکي پر داسې مهال په هیواد کې د ښوونې او روزنې پر پراختیا او ښوونکو د ملاتړ ډاډ ورکوي چې لا هم ګڼ شمېر افغان ښوونکي له خپلو اقتصادي ستونزو څخه کړیږي.

افغان ښوونکي وايي چې د دوی د اقتصادي ستونزو او ملاتړ په اړه ورسره زیاتې ژمنې شوي شوي، خو وايي چې یوه حکومت یې هم ملا نه ده تړلې.

د کندهار ولایت د حاجي میرویس خان نیکه عالي لیسې یوه ښوونکي کمال الدین څپاند امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو حکومت په راتګ سره د لیسانس ښوونکو له معاش څخه ۱۰۰۰ افغانۍ هم کمي شوي چې په خبره یې سمه پرېکړه نه ده.

ښاغلي څپاند زیاته کړه: "ښوونکي پاک خو د شتمنۍ په لحاظ غریب خلک دي. دوی سره یوه حکومت هم ملا نه ده تړلې او د ښوونکو چي څومره حق کیږي، نه دئ ادا سوی. میاشتنی معاش یې دومره دئ چي تر پنځلس ورځي وروسته خلاص وي ځکه دخوراکي توکو بیه لوړي دي، که د کور کرایه، مریضي او ټولنیز مناسبات ور شامل کړو ښوونکی هره میاشت تر خپل معاش دوه برابره پوروړی وي. دطلبانو حکومت راتګ سره د لېسانس ښوونکو معاش زر افغانۍ کم سو چي دا هم ښه پرېکړه نه وه."

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د معلوماتو په اساس اوس مهال په ټول افغانستان کې ۲۴۷زره او ۵۵ ښوونکي په دولتي ښوونځيو کې تدریس کوي چې په خبره یې معاشونه یې د طالبانو له حکومتي بودجې څخه ورکول کیږي.

د یاد وزارت د مسؤلینو دمعلوماتو له مخې د دې ترڅنګ ۱۰میلیونه ۳۰۰زره او ۲۹۲۰۸ تنه شاګردان په زده کړو بوخت چې نجونې هم پکې شاملې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیر یو کال راپدېخوا په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تر امر ثاني بند شوي، طالب چارواکو که څه هم د ښوونې او روزنې پر پراختیا ټينګار کوي، خو د نجونو د متوسطه او لیسې ښوونځو پرانیستلو په اړه یې څه ونه ویل.

XS
SM
MD
LG