د لاس رسي وړ اتصالات

په لیبیا کې د یو قدرتمن پوځي په پلوۍ مظاهرې شوي


په لیبیا کې د پوځ په زرگونو تنو پلویانو د خلیفه هفتار په پلوۍ مظاهرې کړیدي. مظاهرهچیانو د هغه نه غوښتي چې د ملک چارې دې په خپلو لاسو کې واخلي.

د یادونې وړ ده چې په لیبیا کې په ٢٠١٥ کال کې د ملگروملتونو په پلوۍ د صدراعظم فایزسراج په مشرۍ د دوو کلونو لپاره حکومت جوړ شویدی خو د تربوک او طرابلس ادارې دغه حکومت نه مني.

دغه مظاهرې چې په بنغازي، تربوک او طرابلس کې وشوې، د معمر قذافي د وختونو د پوځي جنرال خلیفه هفتار نه غواړي چې قدرت په لاس کې واخلي. د معمر قذافي د حکومت د ړنگیدو نه وروسته په لیبیا کې سیاسي خلا پیدا شویده.

ښاغلي خلیفه هفتار په یوې ټلویژني وینا کې څرگنده کړیده چې هغه به قدرت ونیسي خو هغه داسې څه ندې ویلي چې د راتلونکي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې به برخه واخلي او که د هغې نه به مخکې قدرت ونیسي.

د چاروکارپوهان وایي چې د هغه سره د ملاتړ د څرگندولو لپاره د دومره گڼ شمیر خلکو لارکوڅو ته راوتل به د هغه په گټه تمامه شي. هفتار په خپلو ویناگانو کې د پلویانو نه د مظاهرو غوښتنه نده کړي خو داسې ډول مظاهرې په پټه تنظیمیږي. هغه پلویانو ته وویل "مونږ دا اعلان کوو چې د لیبیا د ازاد ولس امر به منو او د بل چا نه امر نه منو."

هفتار په طرابلس کې د ملگروملتونو په ملاتړ د جوړ شوي حکومت مخالفه دی.

د لیبیا د پارلیمان مشر اگیلا صالح د یکشنبې په ورځ د پارلیماني او ولسمشرۍ د انتخاباتو غوښتنه کړیده. هغه وویل چې پکار ده انتخابات په ٢٠١٨ کال کې وشي. "زه د لیبیا د خلکو نه غواړم چې په پارلیماني او د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې برخه واخلي. دا د قدرت د انتقال یواځینۍ سوله ایزه لاره ده."

ملگرو ملتونو د یکشنبې په ورځ ( دسمبر ١٧) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې هغوي په لیبیا کې د یو سم سیاسي، قانوني او امنیتي نظام په جوړولو کار کوي.

XS
SM
MD
LG