د لاس رسي وړ اتصالات

آی سي سي د افغان ۱۹کلنې لوبډلې د سیالیو تازه مهالوېش اعلان کړ 


د افغانستان د کرکټ‌د ۱۹ کلنو لوبډله
د افغانستان د کرکټ‌د ۱۹ کلنو لوبډله

د کرکټ نړیوالې شورا د ۱۹ کلنو د نړیوال کپ په سیالیو کې د افغانستان د لوبډلې تازه مهالوېش اعلان کړ.

د افغانستان لوبغاړو ناوخته ویزې ترلاسه کړې او له همدې کبله یې د نړیوال کپ تر اصلي‌ لوبو مخکې یې له متحدو عربي اماراتو او انګلنډ سره دوې تمریني لوبې هم لغوه شوې.

د کرکټ نړیوالې شورا نن چهارشنبه جنوري ۱۲ (مرغومې۲۲)‌ په یوې اعلامې کې ویلي دي چې د افغانستان د لوبډلې د ناوخته رسېدو له کبله ځینې لوبې مخکې او وروسته شوې دي.

په نوي مهالوېش کې د را روانې یکشنبې په ورځ جنوري ۱۶ (مرغومې۲۶) له زمبابوې سره پلان شوې لوبه د دغې میاشتې ۲۲ نېټې ته انتقال شوې ده.

اوس به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د را روانې سه شنبې په ورځ له پاپوانیوګیني سره کوي او دویمه لوبه به د پنجشنبې په ورځ له پاکستان سره کوي.

په دغو سیالیو کې ټولې ۱۶ لوبډلې دي چې په څلورو ګروپونو وېشل شوي‌ دي. د هر ګروپ څخه به دوه ټیمونه منځلوبو (کوارټرفاینل) ته وځي، بیا به څلور لوبډلې نیمه پایلوبې او دوې پایلوې ته وځي.

د افغانستان لوبغاړو تېره ورځ له متحدو عربو اماراتو څخه حرکت وکړ او د انګلنډ له لارې به ویسټ انډيز ته ځي او بیا به څو ورځې قرنطین وي.

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې څو اونۍ مخکې د اسیا کپ په سیالیو کې هم ولوبېدل چې له اماراتو یې وګټله او په پاکستان او هند یې وبایللې.

XS
SM
MD
LG