د لاس رسي وړ اتصالات

هند په کرکټ کې پاکستان ته ماتې ورکړې


پاکستان او هند په کرکټ کې د یو بل رقیبان بلل کیږي
پاکستان او هند په کرکټ کې د یو بل رقیبان بلل کیږي

د پچې له ګټلو وروسته د پاکستان هند ته د ۱۶۳ منډو هدف ورکړ.

د پاکستان په ټولې لوبډلې کې ډېرې منډې شعیب ملک ۴۳ او بابر اعظم ۴۷ مندې وکړې.

هند دا هدف په ۲۹ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره او لوبه یې وګټله. د هند په لوبډلې کې کپټان روهیت شرما په ۵۲ او شیکر دایوان په ۴۲ منډو وسوځېدل. دا لوبه په دوبۍ کې وه.

په دې لوبې سره د اسیا کپ د روانو سیالیو څلور غوره لوبډلې معلومې شوې.

افغانستان، بنګله دېش، پاکستان او هند به اوس له یو بل سره یوه - یوه سیالي کوي او د سر دوه ټیمونه به پایلوبې ته وځي.

راروانه لوبه د پنجشنبې په ورځ (سپتمبر۲۰) د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ ده.

افغانستان د جمعې په ورځ له پاکستان، د یکشنبې په ورځ له هند او د سه شنبې په ورځ له بنګله دېش سره لوبې لري.

XS
SM
MD
LG