د لاس رسي وړ اتصالات

سره صلیب په غزني کې خپل فعالیتونه وځنډول


سره صلیب ویلي چې په غزني کې یې فعالیتونه ځنډول شوي دي، خو په نورو ولایتونو کې یې کار په عادي بڼه روان دی
سره صلیب ویلي چې په غزني کې یې فعالیتونه ځنډول شوي دي، خو په نورو ولایتونو کې یې کار په عادي بڼه روان دی

د سره صلیب نړیواله کمیټه وایي چې وروسته له هغې د غزني په ولایت کې خپل ټول فعالیتونه وځنډول چې یوې سیمه ایزې وسله والې ډلې په دې ولایت کې ددې کمیټې پنځه افغان کارکوونکي ونیول.

په کابل کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې ویاند احمد رامین ایاز امریکا غږ ته وویل چې د دې کمیټې دغو پینځو سیمه ایزو کارکوونکو په بامیانو او د غزني په ولایت کې له دوی سره کار کاوه.

ښاغلي ایاز وویل "دا پیښه د سه شنبې په ورځ د فبرورۍ په شپاړسمه پیښه شوې او تیره ورځ د سره صلیب له خوا زمونږ له دغو همکارانو سره اړیکه ونیول شوه، کوم وروستي معلومات چې لرو هغوی ښه دي ".

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې ویاند د دغې وسله والې ډلې نوم وانخیست چې د آی سي آر سي د کمیتې دا پینځه کارکوونکي یې بندیان کړي دي.

هغه وویل چې ددغو نیول شویو افغان کارکوونکو د خلاصون لپاره د سره صلیب نړیوالې کمیټې په بیلابیلو کچو اړیکې نیولې دي.

ښاغلي احمد رامین ایاز وویل چې د دغو نیول شوو کسانو کورنیو ته هم خبر ورکړل شوی دی او د هغوی راخوشې کول د سره صلیب د کمیټې په لومړیتوبونو کې ځای لري.

ښاغلي ایاز وویل "اوس په غزني کې زمونږ فعالیتونه ځنډول شوي دي، خو په نورو ولایتونو کې زمونږ کار په عادي بڼه روان دی".

د سره صلیب نړیواله کميته له تیرو څه باندې درې نیمو لسیزو راهیسې د افغانستان په دننه او د دغه هیواد بهر په پاکستان کې د افغانانو سره په بیلابیلو برخو کې کارکوي چې د ښکیلو خواوو له خوا د بندي افغانانو کورنیو ته د لیکونو تبادله او هم د جګړې په لومړیو لیکو کې د ښکیلو خواو ترمنځ په نښتو کې د وژل شوو کسانو مړي د هغوی خپلوانو ته سپارل هم شامل دي.

په غزني کې د امنیتي ادارو چارواکو د سره صلیب د دغو پینځه نیول شوو کارکوونکو بندي کیدلو په باب بې خبري ښودلې ده.

د غزني امینه قوماندان جنرال امین الله امرخیل امریکا غږ ته وویل چې تراوسه یې د خپلو امنیتي ارګانونو څخه د دغې پیښې تائید نه دی ترلاسه کړی.

تراوسه کومې وسله والې ډلې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د دغو کارکوونکو د نیولو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG