د لاس رسي وړ اتصالات

د سور صلیب مشر: باید د افغانانو حمایت لپاره ډېر څه وکړو


په افغانستان کې د بېوزلۍ زیاتېدو او اقتصادي بحران په دوام د سره صلیب نړیوالې کمېټې د ماشومانو د وضعیت په اړه د اندېښنې په ښودلو له افغانانو سره د مرستو په زیاتېدو ټېنګار کړی دی.

په افغانستان کې د دغې کمېټې مشر ایلوي فیلیون ویلي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په افغانستان کې د کارګرو ماشومان شمېر زیاتیږي.

هغه د دوشنبې په ورځ ناوخته اپرېل ۲۵ (غوايي پنځمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "هره ورځ د کابل په سړکونو کې زیات ماشومان وینم چې د نفقې ګټلو هڅه کوي. په دوی کې یې زیاتو په تیرو کلونو کې خپل پلرونه له لاسه ورکړي. د اقتصادي بحران په خرابېدو سره نور ماشومان هم اضافه کېږي، دوی باید په ښوونځیو کې وای. موږ باید د افغانانو د حمایت لپاره ډېر څه وکړو."

ښاغلي فیلیون ټینګار کړی چې یو شمېر نورو ماشومانو د اقتصادي وضعیت خرابېدو له امله کار ته مخه کړې ده.په داسې حال کې د هغه په خبره "دوی ټول باید ښوونځي ته ولاړ شي."

د سره صلیب دغه چارواکي ویلي چې د افغان ماشومانو د ملاتړ په اړه هڅې باید زیاتې شي.

تر دې مخکې د ماشومانو د ساتنې سازمان (Save the children) په افغانستان کې د وچکالۍ او نړیوالو مرستو بندېدو له امله د بشري بحران سختېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې اوس مهال قحطي او لوږه د پنځه میلیون ماشومانو ژوند ګواښي.

دغه سازمان د سې شنبې په ورځ اپرېل ۱۹ (وري ۳۰) په یو راپور کې ویلي چې افغانستان د خوړو له بدترین بحران سره مخ دی او اوس مهال له هرو دریو ماشومانو دوه یې د غذايي مصونیت هلې ځلې کوي.

د ماشومانو د ساتنې سازمان د معلوماتو په اساس همدا اوس ۱۲ میلیون ماشومان د خپلو کورنیو لپاره د خوړو د غذا په خوندي کولو مصروف دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ماشومانو د ساتنې (Save the Children’s) ادارې تر دې مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې درامنځته شوي اقتصادي بحران له امله یو میلیون ماشومان په کار بوخت دي.

یادې ادارې ویلي چې د دوی د سروې له مخې په دغه هیواد کې د تیرو شپږو میاشتو راپدېخوا رامنځته شوي وضعیت له امله ۱۸سلنه کورنیو خپل ماشومان کار کولو ته لېږلي دي.

د ماشومانو د ساتنې دغې نړیوالې ادارې د فبرورۍ ۱۴ (سلواغې ۲۵) په یو راپور کې ویلي و چې د تیرې اګست میاشتې راپدېخوا په افغانستان کې درېیمه برخه کورنیو خپل عایدات هم له لاسه ورکړي دي.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته افغانستان له سخت بشري ناورین سره مخ شوی او ملګرو ملتونو مخکې ویلي و چې افغانان به د ژمې په په رارسېدو سره له قحطۍ او لوږې سره مخ شي، ملګرو ملتونو ویلي و که مرستې ونشي ددغه هیواد ۹۷ سلنه وګړي به له موجوده وضعیت څخه اغېزمن شي.

XS
SM
MD
LG