د لاس رسي وړ اتصالات

سره صلیب له افغانستان سره د بشري مرستو غوښتنه وکړه


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، دغه هیواد اوس مهال زیاتو بشري مرستو ته اړتیا لري او له نړیوالې ټولنې څخه یې له افغانستان سره د مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۱ (تلې ۱۹) په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي: "بشري اړتیاوې په افغانستان کې د پخوا په شان ډیرې دي. موږ له نړیوالې ټولنې غواړو په هغو برخو کې چې ډیره ورته اړتیا ده. لکه روغتیا څارنې او بنسټیزو خدمتونو ته د لاسرسي په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي."

په همدې مهال د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا (اوچا) د میلیونونو افغانانو بېځایه کېدل، اقتصادي کړکېچ، له سقوط سره د روغتیايي مرکزونو مخامخ کېدل، د ټولو پر مخ د ښوونځیو نه پرانیستل، د ښځو او نجونو حقوق له خطر سره مخامخ کېدل، د کرونا د څلورمې څپې رامنځته کېدو احتمال او روانه وچکالي د افغانانو په وړاندې لویې ننګونې بللي دي.

اوچا ویلي چې ملګري ملتونه او بشري بنسټونه په افغانستان کې اړمنو خلکو ته د مرستو رسېدو هڅه کوي.

په افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته دغه هیواد له اقتصادي ناورین سره مخ شوی او تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان په دغه هیواد کې د احتمالي بشري ناورین را منځته کېدو خبر ورکړی و.

د ملګرو ملتونو سازمان د تیرې اکتوبر میاشتې بر پنځمه (تلې ۱۳) ویلي وو چې اوس مهال ۳.۲ میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي. دغه سازمان همدارنګه ویلي چې د روان کال تر پای ته رسېدو پورې به تر پنځه کلنۍ ښکته نیمايي ماشومان له دغه ستونزې څخه اغېزمن شي.

په همدې مهال په کابل کې د ایران سفارت په کندز ولایت کې د تیرې جمعې ورځې د ځانمرګي برید د قربانیانو سره د بشري مرستې خبر ورکړی دی. یاد سفارت ویلي چې نن په بشري مرستو بار یوې ایرانۍ طیارې له ایران څخه کندز ته پرواز وکړ.

بلخوا تیره ورځ د روغتیا نړیوال سازمان وویل چې د اګست میاشتې له وروستیو څخه بیا تر دا مهاله افغانستان ته ۱۸۶ ټنه روغتیایي مواد انتقال شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د طالبانو او امریکا استازو په قطر کې د متحده ایالاتو لخوا د افغانستان د ولس سره د مخامخ بشري مرستو په برابرولو هم خبرې کړي.

XS
SM
MD
LG