د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: طالبانو سره ملاقات د هغوي په رسمیت پیژندلو معنی نلري


دوو لوړ پوړو امریکایي چارواکو د رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې یولوړپوړی امریکايي پلاوی به د شنبې او یکشنبې په ورځو په دوحه کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو او قدرت ته د ط­البانو تر رسېدو وروسته په لومړي ځل له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې له طالبانو سره یې په څو کلونو کې څو پړاوه خبرې وکړې اوله ملابرادر سره یې د سولې تړون لاسلیک کړ، په دغه پلاوي کې غړیتوب نه لري.

دغو چارواکو رویټرز ته ویلي چې د دغه پلاوي په ترکیب کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت او د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې ( یو اس ایډ) چارواکي او د امریکا استخباراتي مامورین شامل دي.

دوی زیاتوي دغه پلاوی به په طالبانو فشار راوړي چې له افغانستان څخه د امریکايي اتباعو او نورو هغو کسانو د وتلو خوندي پروسې ته دوام ورکړي چې غواړي له افغانستان څخه ووځي او هم به له طالبانو څخه د امریکايي تبعه مارک فررکس د خوشې کولو غوښتنه وکړي.

د دغه پلاوي په لومړیتوبونو کې به داهم وي چې طالبان خپلې هغې ژمنې پر ځای کاندي ویلې یې دي چې اجازه به ورنکړي القاعده او نورې ترهګرې ډلې له افغانستان څخه د پټیدو د خوندي ځای په توګه کار واخلي.

هغوی به په طالبانو فشار راوړي چې بشري مرستو ته د لاسرسي بهیر ښه کړي، چې د امریکایي چارواکو په خبره د " اقتصادي انقباض" مخه ونیول شي که څه هم د مخنیوي احتمال یې ډیر کم دی.

د امریکايي ټیم په ترکیب کې د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي مرستیال ټام وسټ او د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې لوړپوړې استازې سارا چارلس شامل دي. د طالبانو له خوا به د دوی د کابینې غړي په خبرو کې برخه اخلي.

یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي د نوم د نه اخیستو په شرط رویټرز ته ویلي:" دغه خبرې زمونږ د هغو عملي تماسونو برخه دي، چې له طالبانو سره یې په هغو مسایلو باندې لرو چې زمونږ ملي ګټو ته اهمیت لري."

دغه امریکايي مقام زیاته کړه: " دغه خبرې د رسمیت پېژندلو او مشروعیت ورکولو په هکله نه دي. زمونږ دریځ واضح دی او هغه دادی چې هرډول مشروعیت باید د طالبانو د خپلو کړنو له لارې ترلاسه شي. دوی باید د خپلو کړنو یوه دوامداره سابقه رامنځته کړي."

وروستی امریکایي پوځي چې د افغانستان نه ووت
وروستی امریکایي پوځي چې د افغانستان نه ووت

امریکا د افغانستان شل کلن اشغال، د اګست د میاشتې په پای کې له افغانستان څخه په بیړه د خپلو عسکرو په ویستلو سره پای ته ورساوه. د طالبانو له خوا د کابل له نیولو وروسته له ۱۲۴۰۰۰ څخه زیات ملکي خلک چې امریکایان، افغانان او د نورو هیوادونو اتباع په کې شامل و، له افغانستان څخه د هوايي تخلیې په بهیر کې وویستل شول. خو په زرګونو هغه افغانان چې له امریکایانو او نورو بهرنیانو سره یې کار کړی و او د طالبانو د زورونې له ګواښ سره مخامخ دي، د تخلیې له پروسې پاتې شول.

په داسې حال کې چې افغانستان د یوه قریب الوقوع او شدید بشري ناورین په درشل کې دی، واشنګټن او نور لویدیځ هېوادونه له سخت انتخاب سره مخامخ دي. دوی هڅه کوي چې طالبانوته له مشروعیت ورکولو پرته هغه څه چې طالبان یې د ترلاسه کولو په لټه کې دي، افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو لار هواره کړي.

زیات شمیر افغانان د خپلو کورونو لوازم خرڅوي چې د خوراکي موادو د پېرودلو لپاره پیسې پیداکړي.

د نړیوال بانک چارواکي وایي له افغانستان څخه د بهرنیو پوځیانو او نړیوالو دونرانو په وتلو سره، افغانستان د نړیوالو مرستو یوه لویه برخه له لاسه ورکړه، دغې مرستې د افغانستان د عمومي مصارفو ۷۵ فیصده جوړوله.

په داسې حال کې چې ډیرو هغو سیمو ته اوس د خیریه ټولنو د لاسرسي زمینه مساعده شوې چې په تیرو لسو کلونو کې ورته لاسرسي سخت یا ناممکن و، خو بیا هم یو امریکايي چارواکی وايي چې په دې برخه کې لاتراوسه ستونزې شته او امریکايي پلاوی به له طالبانو سره په خبرو کې ورباندې وغږیږي.

دغه امریکايي مقام زیاته کړه:" اوسمهال مونږ د لاسرسي په برخه کې له یولړ واقعي ستونزو سره مخامخ یو. په ټولو برخو کې ښځو ته له خنډ پرته لاسرسي د ورکولو په برخه کې ستونزې موجودې دي." هغه زیاته کړه واشنګټن باید طالبان په دې برخه کې پرمختګ ته وهڅوي

کابل کې د میرمنو مظاهرې
کابل کې د میرمنو مظاهرې

د ښځو حقونه

که څه هم طالبانو ژمنه کړې چې د دوی د امارت د پخوانۍ دورې په نسبت به یې اوسنۍ کابینه ډیره ټول شموله وي، خو امریکا په بیا بیا ویلي چې د طالبانو د نوي حکومت په اړه به د دوی د خبرو په اساس نه بلکې د عمل په اساس قضاوت کوي.

طالبانو چې تیره میاشت یې خپل سرپرست حکومت اعلان کړ، د کابینې مهمې څوکۍ یې د خپل تشکیل لوړ پوړو چارواکو ته ورکړي او دکورنیو چارو وزیر یې داسې یو شخص دی چې د امریکا له خوا د ترهګرو په لست کې شامل دی. د دوی په کابینه کومه ښځه او د دوی لوی تشکیلاتو بهر کوم فرد، حضور نه لري.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ رئیس د تېرې اونۍ د یکشنبې په ورځ وویل:" د طالبانو کړنې تر دې دمه هیلې بښونکې نه دي."

یوه امریکايي چارواکي وویل :" مونږ به په طالبانو فشار واچوو چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او له پراخ ملاتړ څخه برخمن یو ټول شموله حکومت جوړ کړي."

هغه زیاته کړه له افغانستان څخه د افغانانو او بهرنیو اتباعو د وتلو د خوندي اجازې د ورکولو په برخه کې د طالبانو په کړنو کې یو لړ توپیرونه موجود دي، او طالبان په دې برخه کې په نامنظم ډول عمل کوي.‌

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د تیرې اونۍ د پنجشنبې به ورځ وویل چې متحده ایالاتو د اګست له ۳۱ مې راوروسته له کله نه چې بهرني ځواکونه په بشپړ ډول له افغانستان څخه ووتل، له دغه هېواده ۱۰۵ امریکایان او ۹۵ هغه کسان راویستي دي چې په امریکا کې د دایمې اقامې اسناد لري.

هغه په افغانستان کې د پاتې امریکايي‌ اتباعو دقیق شمیر په ګوته نه کړ خو زیاته یې کړه چې په لسګونو امریکايي اتباع لاهم په دغه هېواد کې پاتې دي او د بهرنیو چارو وزارت ورسره په تماس کې دی.

XS
SM
MD
LG