د لاس رسي وړ اتصالات

ټاکنو کمیسیون پر تذکرو د اضافي تائید پاڼو د لګولو پریکړه بدله کړې


د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ټاکنو کې د شفافیت لپاره د رایې ورکوونکو پر تذکرو اضافي تاېید پاڼې لګوي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ټاکنو کې د شفافیت لپاره د رایې ورکوونکو پر تذکرو اضافي تاېید پاڼې لګوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې پر مهال د تذکرو تصدیق لپاره د تائیدي سټکر یا د اضافي تائید پاڼې د لګولو په کړنلاره کې بدلون راوستی دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په یوه اعلامیه کې ویلي، چې اوس هغه شمیر رایې ورکوونکي، چې د سټکر یا د اضافي تائید پاڼې د لګولو په اړه یې اندیښنې لرلې کولی شي د اصلي تذکرو پر ځای دا اضافي تائید د خپلو تذکرو په کاپي شوو پاڼو ولګوي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو د بهیر شفافیت او په دغه بهیر کې د جعل د مخنیوي لپاره پریکړه کړې، چې هر رایې ورکوونکی چې دغه کمیسیون سره په ټاکنو کې د ګډون لپاره خپل نوم ثبتوي پر تذکره باندې یې تائیدي سټکر یا اضافي تائید پاڼه چې له وړاندې چاپ شوې ولګوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي، چې په خپله کړنلاره کې یې دا بدلون د هغه شمیر رایې ورکوونکو د اندیښنو پر اساس کړی، چې ناامنو سیمو ته سفر کوي او پر تذکرو د ټاکنو د کمیسیون له خوا د اضافي تائید پر اړه یې دغه کمیسیون سره خپلې اندیښنې شریکې کړي دي.

د افغانستان په یو شمیر جنوبي او مرکزي ولایتونو کې مسافرو وايي، چې کله کله د افغان حکومت وسله وال مخالفان د لارو په اوږدو کې د هغوی تذکرې د ټاکنو د کمیسیون د تائید پاڼې د لګولو لپاره لټوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس ګلاجان بدیع صیاد د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې کمیسیون د اضافي تائید پاڼې د لګولو پر مسلې د خلکو اندیښنې د افغان حکومت د مشرانو او نړیوالې ټولنې له استازو سره شریکې کړي او ژر به په دې هکله یوه ګډه پریکړه اعلان شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د وري د میاشتې په ۲۵ مه د کابل په ګډون د ۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې د ولسی جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې یو میاشتنی بهیر پیل کړی.

د نوم لیکنې روان بهیر د رارونې یکشنبې په ورځ پای ته رسیده، خو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون تیره ورځ اعلان وکړ، چې دا بهیر یې یوې بلې میاشتې ته غځولی دی.

د افغانستان د ټاکنو خپواک کمیسیون وايي، چې د نوم لیکنې د بهیر له پیل څخه راهیسې د پنجشنبې تر ورځې د ۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې یو میلیون او پنځه سوه او اولس زره اته سوه اته څلویښت تنو په ټاکنو کې د ګډون لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي.

په دې شمیر کې یو میلیون او اته شپیته زره شپږ سوه اوه شپیته سړي، څلور سوه دیارلس زره نهه سوه اوه شپیته یې ښځې، پنځه دیرش زره یو سل او اوه څلویښت تنه کوچیان او یو سل او اوه څلویښت افغان هندوان او سکهان دي.

ډ ټاکنو د کمیسیون د راپور له مخې ترټولو ډیر شمیر خلکو خپل نومونه په کابل او له کابل وروسته په کندهارولایت کې ثبت کړي دي.

خو د میدان وردګ او نورستان ولایتونه په هغو ولایتونو کې شامل دي، چې ترټولو په کم شمیر رایې ورکوونکو په کې خپل نومونه لیکلي دي.

XS
SM
MD
LG