د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان ولایتونو ته د ټاکنیزو موادو د لیږد لړۍ سبا پیلیږي


د جمهوري ریاست انتخابات د سپتمبر په ۲۸ کیږي
د جمهوري ریاست انتخابات د سپتمبر په ۲۸ کیږي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي ټاکل شوې ده چې سبا د جمعې په ورځ به ( سنبلې ۸مه) د دغه کمیسیون له مرکزي دفتر څخه د ولایتونو مرکزونو ته د ټاکنیزو موادو د لیږد لړۍ پیل شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي امریکا غږ ته وویل چې د دغه کمیسیون کارکوونکي همدا اوس ولایتونو ته د حساسو او غیر حساسو ټاکنیزو موادو د لیږد په چارو بوخت دي.

ښاغلي ابراهیمي وویل چې ولایتونو ته په ټاکنیزو موادو کې د رایې پاڼې، د رایو د پایلو فورمې، رنګ، بایومټریک دستګاوې او د ټاکنو په ورځ نور د اړتیا وړ مواد شامل دي چې د رایه اچوونکو د لیست پر اساس ولایتونو او بیا د ولایتونو له مرکزونو څخه د رایو اچونې مرکزونو ته به واستول شي.

ښاغلي ابراهیمي وویل " ټاکل شوې سر د سبا د سنبلې له اتمې د حساسو او غیرو حساسو موادو لیږد د ځمکې او هوا له لارې د امنیتي ادارو په همکارۍ پیل شي".

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دغه چارواکي د وینا له مخې شاوخوا ۲۳ ولایتونو ته به د ځمکې له لارې او پاتې نورو ته د هوا له لارې ټاکنیز مواد واستول شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو د مهال ویش له مخې له کابل څخه ولایتونو ته د ټاکنیزو موادو لیږد به ۱۴ ورځې وخت واخلي او ټاکل شوې د سنبلې تر ۲۲ ورځې پورې به دا بهیر بشپړ شي.

افغان امنیتي ادرو چارواکي هم وايي، چې هغو ولایتونو ته، چې د ځمکې له لارې ټاکنیزو موادو لیږد اسان نه دی د هوا له لارې به د دغو موادو په لیږد کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره هم مرسته وکړي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي تیره ورځ کابل کې د ټاکنو د امنیت په اړه یوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب لپاره ټول امنیتي پروګرامونه په نوبتي ډول تطبیق کیږي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان امریکا غږ اشنا ته وویل چې دا وزارت به ټاکنیز حساس او غیر حساس مواد پرته له ځنډ څخه ولایتونو ته د هوا له لارې واستوي.

ښاغلي امان وویل، چې هغو ولایتونو ته به ټاکنیز مواد د هوا له لارې واستول شي، چې د ځمکې له لارې د موادو لیږد ورته ستونزمن دی.

ټاکل شوې د افغانستان جمهوري ریاست ټاکنې د تلې په شپږمه په ۴۹۰۰ ټاکنیزو محلونو کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG