د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کانګرس مسلمانه غړې د کشمیر د مسئلې سمدستي حل غواړي


الهان عمر وایي چې د کشمیر مسلې ته دې سمدستي پام وشي
الهان عمر وایي چې د کشمیر مسلې ته دې سمدستي پام وشي

د امریکا د کانګرس مسلمانه غړې الهان عمر د کشمیر د مسئلې په سمدستي حل ټینګار کړی دی.

الهان عمر د هند تر ولکې لاندې کشمیر له اوسېدونکو سره خواخوږي څرګنده کړې ده او د هند نه یې غوښتي دي چې په کشمیر کې دې سمدستي وضعیت عادي حالت ته راوستل شي.

د امریکا په کانګرس کې مسلمانه غړې الهان عمر چې د ډیموکرات ګوند لخوا د ټرمپ یوه قوي مخالفه ګڼل کیږي، په خپل ټویټر ولیکل چې د کشمیر مسئلې ته دې پام وکړل شي.

الهان عمر په خپل ټویټر ولیکل:

"مونږ په سمدستي توګه دې ته اړ یو چې په کشمیر کې د روابطو نظام سم کړل شي، د بشري حقونو، ډیموکراټیک نورمونو درناوی وشي او تاوتریخوالی راکم کړل شي. نړیوالې ټولنې دې مکمله اجازه ولري چې په کشمیر کې څه روان دي."

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم دوه ځله د کشمیر په مسئلې د پاکستان او هند ترمنځ د منځګړتوب وړاندیز کړی دی، چې پاکستان یې هرکلی کړی دی، خو هند بیا د کشمیر په اړه وایي، چې دا یې کورنۍ خبره ده.

د هند صدراعظم نریندر مودي د جي ٧ هیوادونو د غونډې په مهال د ولسمشر ټرمپ سره هم ولیده او ټرمپ یو ځلې بیا د کشمیر په اړه د منځګړتوب وړاندیز وکړ، خو ویې ویل چې مودي دا ګڼي چې هغه د کشمیر په اړه سمه پرېکړه کړې.

XS
SM
MD
LG