د لاس رسي وړ اتصالات

مېرکل پر کډوالو له اروپايي ټولنې سره خبرې غواړي


مېرمن مېرکل د کډوالو په اړه کور دننه له سخت فشار سره مخامخ ده
مېرمن مېرکل د کډوالو په اړه کور دننه له سخت فشار سره مخامخ ده

په جرمني کې د کډوالو د منلو په وړاندې د سیاسي ګوندونو تر منځ اختلافات ډیر شوي.

د همدغې میاشتې په پای کې د اروپايي ټولنې مشران سره غونډیږي چې د کډوالو پر نوې تګلارې خبرې وکړې، د جرمني صدراعظمه انګېلامېرکل هڅه کوي چې تر دغې غونډې مخکې‌ د اروپايي ټولنې له غړو سره وویني.

صدراعظمه مېرکل د خپلو محافظه کاره سیاسي ایتلاف غړو (کرېشن سوسیال اتحاد او سوسیال دیموکرات ګوندونو) تر سخت فشار لاندې ده. په یوه بېساري اقدام کې کرېشن سوسیال اتحاد ګواښ کړی چې له جرمني‌ څخه به د هغو کډوالو د شړلو پلان پلی کړي چې په نورو اروپايي‌ هېوادونو کې ثبت شوي ‌او بیا جرمني‌ ته راغلي دي.

په ۲۰۱۵ کال د مېرکل حکومت کډوالو ته د جرمني‌ دروازې پرانیستلې خو داسې ښکاري چې اوس د دغه پلان پر ضد مخالفتونه زیات شوي‌دي.

د مېرمن مېرکل یو ویاند دا خبره رد کړه چې ګنې هغه د کډوالو په اړه د یوې ځانګړې غونډې د جوړولو په لټه کې ده او وویل چې د داسې غونډو جوړول د اروپايي کمیسیون کار دی.

رویټرز وايي د حکومت ویاند سټيفن سیبرت په خپل ټویټر کې لیکلي‌ دي چې د جرمني حکومت د اروپایي‌ کمیسیون له ځينو مشرانو سره به په دې اړه خبرې کوي.

د اروپايي‌ ټولنې غړي د کډوالو د روان بهیر د مخنیوي په څرنګوالي کې د نظرونو او تګلارو سخت اختلاف لري. همدا څو ورځې مخکې د کډوالو یوه بېړۍ د ایټالیا ساحل ته ورسېده،‌ خو د ایټالیا نوي حکومت کډوالو ته په خپلې خاورې کې د ننوتلو اجازه ورنکړه.

ډېر دا کډوال د سوریې، عراق افغانستان او منځني ‌ختیځ دي چې د جنګ جګړو له ویرې او ښه ژوند په لټه په سختو لارو اروپا ته ځانونه رسوي.

همدا څو ورځې مخکې د ډنمارک لومړی وزیر لارس لیوکي راسموسن وویل د نوي پلان له مخې به هغه پناه غوښتونکي چې د خپلې خوښې په هېواد کې یې پناه غوښتنه و نه منل شي، بل اروپایي هېواد ته واستول شي.

پر دې پلان د اروپايي ټولنې نورو غړو هم خبرې کړي دي. ښاغلي راسموسن وویل چې دا پلان به د کډوالو د ننوتلو او کړکیچ په مخنیوي کې لوی اغیز ولري.

چارواکي وايي په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې څه باندې دوه ملیونه خلک د یونان او ایټالیا له لارې د پنا غوښتلو لپاره اروپا ته رسېدلي دي، همدغه راز په ۲۰۱۷کال کې بیا شاوخوا ۱۸۷۰۰۰ خلک اروپا ته تللي دي چې ډېر یې د سوریې، عراق او افغانستان دي.

XS
SM
MD
LG