د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا د کډوالو لپاره نوی سیسټم جوړوي


چارواکي وايي یوازې تېرکال شاوخوا ۱۸۷۰۰۰ کډوال اروپايي ته رسېدلي دي
چارواکي وايي یوازې تېرکال شاوخوا ۱۸۷۰۰۰ کډوال اروپايي ته رسېدلي دي

د ډنمارک لومړی وزیر وايي چې په یوه اروپايي هیواد کې رد شوي کډوال به نورو هیوادونو ته واستول شي.

د ډنمارک صدراعظم لارس لیوکي راسموسن وویل چې دا نوی پلان به راتلونکی کال اعلان شي. نوموړي وویل د دغه نوي پلان له مخې به هغه پناه غوښتونکي چې د خپلې خوښې په هېواد کې یې پناه غوښتنه و نه منل شي، بل هېواد ته استول کیږي.

پر دې پلان د اروپايي ټولنې نورو غړو هم خبرې کړي دي. ښاغلي راسموسن وویل چې دا پلان به د کډوالو د ننوتلو او کړکیچ په مخنیوي کې لوی اغیز ولري.

اسوشیتډ پرس وايي نوموړي دا خبرې د ډنمارک د اساسي قانون د جوړېدو د ورځې په لمانځغونډه کې وکړه.

د اروپايي ټولنې غړي د کډوالو د کړکیچ په حل کې د نظرونو ډېر اختلاف لري، په داسې حال کې چې د دغې ستونزې د مخنیوي لپاره د قوانینو او اصولو د بدلولو لپاره ټاکل شوې نیټه، چې د جون اخري ورځ ده، هم نژدې شوې ده.

په همدې حال کې د هالنډ د کډوالو وزیر مارک هاربرس ویلي دي چې د اروپايي ټولنې یو شمېر هېوادونو د کډوالو د نظام د اصلاح لپاره پر نوې طرحې ډېرې خبرې لري.

د جرمني د کورنیو چارو مرستیال وزیر ویلي دي چې نوې طرحه هم ستونزې لري. خو د اروپايي ټولنې په ډله کې تر ټولو سخت غبرګون بلجیم ښودلی دی.

د بلجیم د مهاجرینو وزیر ویلي دي که د کډوالو د ورتګ مخه ونه نیول شي "اروپا به ختمه شي او هېڅکله به له هم ده کړکیچ څخه ونه وځي".

چارواکي وايي په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې څه باندې دوه ملیونه خلک د یونان او ایټالیا له لارې د پنا غوښتلو لپاره اروپا ته رسېدلي دي، همدغه راز په ۲۰۱۷ کال کې بیا شاوخوا ۱۸۷۰۰۰ خلک اروپا ته تللي دي چې ډېر یې د سوریې، عراق او افغانستان دي.

XS
SM
MD
LG