د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د غزې د جګړې پر ضد د محصلینو مظاهرې د ولسمشرۍ په انتخاباتو څه اغیز کوي؟


مظاهره چیان د پوهنتونونو څخه غواړي چې د هغو شرکتونو څخه ځانونه جلا کړي چې ګټه یې اسرائیل ته رسیږي.
مظاهره چیان د پوهنتونونو څخه غواړي چې د هغو شرکتونو څخه ځانونه جلا کړي چې ګټه یې اسرائیل ته رسیږي.

په غزې کې د حماس پر ضد د اسرائیل د جګړې په خلاف د محصلینو مظاهرې چې لومړی د متحده ایالاتو د کولمبیا په پوهنتون کې پیل شوې او بیا په چټکۍ سره د دې هیواد نورو پوهنتونونو ته خپرې شوې، اوس د نړۍ د لوړو زده کړو ګڼ شمیر مرکزونو ته پراخې شوي دي.

جمهور رئیس جو بایډن چې د ۲۰۲۴ کال د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې د دیموکرات ګوند کاندید دی، د دې مظاهرو په هکله ویلي چې نظم باید مراعت شي.

ښاغلي بایډن تیره دوشنبې اپریل ۲۹مه وویل چې هغه "د یهودو ضد لاریونونه" غندي. بایډن خبریالانو ته د نورو جزیاتو له ورکولو پرته وویل: "زه هغه کسان هم غندم چې نه پوهیږي له فلسطینیانو سره څه تیریږي."

د ښاغلي بایډن انتخاباتي ټیم وایي چې په متحده ایالاتو کې ټول په سوله ایزه توګه د مظاهرو کولو حق لري خو که چیرته په مظاهرو کې تشدد کیږي، باید بندې شي.

د بایډن د انتخاباتي ټیم مرستیال میچ لاندریو د سي ان ان تلویزیون سره په مرکې کې وویل چې د "یهودانو ضد او اسلام ضد" کړنې په متحده ایالاتو کې ځای نلري.

په امریکا کې مظاهره چیان د پوهنتونو او لوړو زده کړو له مرکزونو غواړي چې د هغو شرکتونو څخه ځانونه بیل کړي چې ګټه یې اسرائیل ته رسیږي او یا د اسرائیل پورې اړه ولري.

په عین حال کې پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ چې د جمهوري غوښتونکو ګوند کاندید دی، د محصلینو دا مظاهرې یې "ناوړه" بللي او ملامتي یې د برحال جمهور رئیس جو بایډن په حکومت اچولې.

مبصرین چې د امریکا د انتخاباتو په هکله معلومات لري، وایي چې ښاغلی ټرمپ ښایي په همدې طریقې کوښښ وکړي چې خپله سیاسي تګلاره پر مخ یوسي او خپل پلویان وهڅوي چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې یې ملاتړ وکړي.

د سیاسي چارو مبصر مایکل ټراګاټ وایي ټرمپ غواړي چې مظاهره چیان ونیول شي، د پوهنتونونو له انګړو وایستل شي خو زیاتوي چې ښاغلی ټرمپ پدې نه پوهیږي چې د هیواد جمهور رئیس په دا شان پیښو ډیر لږ یا هیڅ کنټرول نلري.

خو ښاغلی ټراګاټ وایي چې په امریکا کې د محصلینو روانې مظاهرې د بایډن په پرتله د ټرمپ په ګټه ډیرې دي، ځکه دا مظاهره چیان هغه څه غواړي چې د ټرمپ اکثریت پلویان ورسره مخالفت لري او بله دا چې ښایي په انتخاباتو کې د دیموکرات ګوند ځوان پلویان دیته اړ وباسي چې رایې اچولو کې هیڅ برخه وانخلي.

ټاکل شوې چې جمهور رئیس بایډن همدا راتلونکې سه شنبې د هلوکاست په موزیم کې مهمه وینا ولري او ښایي چې د یهودانو ضد نظریو په هکله هم خبرې وکړي.

د اکتوبر په اوومه په اسرائیل کې د حماس له مرګاني برید وروسته، په غزه کې د اسرائیل د پوځي عملیاتو د پیلېدو او بشري بحران رامنځته کېدو راهیسې په متحده ایالاتو کې پوهنتونونه د شدیدو کلتوري بحثونو مرکزونه ګرځیدلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG