د لاس رسي وړ اتصالات

د پي ټي ایم په اړه پوښتنې ته عمران خان څه ځواب ورکړ؟


عمران خان وایي چې د پي ټي ایم مشرانو په پوځ حملې کولی نو ځکه یې پرې محدودیتونه ولگول

د پاکستان صدراعظم عمران خان امریکا ته د خپلې دورې په مهال د واشنگټن په یو تحقیقاتي مرکز د امریکا د سولې په مرکز کې یوې غونډې ته وینا وکړه.

عمران خان په پاکستان کې د مدني حقونو د فعالینو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې کله پي ټي ایم جوړ شو نو د هغوي غوښتنې سمې وی خو په وروستېو کې یې د پاکستان په پوځ حملې پیل کړې نو ځکه یې پرې محدودیتونه ولگول.

خان وویل: "مسله هلته پیل شوه چې د پي ټي ایم مشرانو په پوځ حملې شروع کړی او حملو ته یې ادامه ورکړه. د ټولو وروستۍ پښه دا وه چې پاریدلي ملکیانو په پوځي پوستې حمله وکړه او ځینی کسان پکې ووژل شول. ځکه مو پرې څه بندیزونه ولگول."

د خان د دغه تورونو په ځواب کې د خپرونې چلوونکې وویل چې داسې ښیي د نیویارک ټایمز مقاله چې وایي پاکستان د گلالۍ اسماعیل د کورنۍ غړي او ملگري ځوروي، دغې پوښتنې ته تقویت ورکړې وي.

عمران خان یې په ځواب کې وویل چې زه غواړم چې نیویارک ټایمز د حکومت دریځ هم ورکړی وی. هغه په ټوکه وویل: "زه اوس د ولسمشر ټرمپ غوندې غږیږم".

د یادونې وړ ده چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د پښتون تحفظ تحریک د یوې غړې گلالۍ اسماعیل په اړه یوه مقاله خپره کړیده چې وایي د خپل ځان د ژغورلو لپاره په تیښته ده او د پاکستان ادارې یې د کورنۍ غړي او ملگري ځوروي.

عمران خان د پي ټي ایم په اړه په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې پي ټي ایم د ځوانانو تحریک دی او د جنگ نه وروسته د غوسې په نتیجه کې رامنځته شویدی.

هغه وویل: "د جنگ نه وروسته قبایلي سیمې ویجاړې شوی وې، د پاکستان د پوځ د عملیاتو نه وروسته حالات لا زیات خراب شوي و. ما مدام دا خبره کړیده چې د پاکستان پوځ دې قبایلي سیمو ته نه ورځي. زه په قبایلي سیمو پوهیږم. ما دیر شکلونه پخوا په دغه سیمې کتاب لیکلی دی."

عمران خان وویل چې قبایلو هیڅ کله هم د بهرنیانو نفوز ته اجازه نه ده ورکړي.هغه وویل چې مونږ له نه وه پکار چې هلته پوځ ولیږو ځکه چپرته چې هم پوځ ولیږل شي هلته ډیر لوی ځاني او مالي تاوانونه گالل کیږي.

خان وویل چې کله به هغه د پوځي عملیاتو مخالفت کاوه نو هغه ته به خلکو 'طالبان خان او ترهگر' ویل.

د یادونې وړ ده چې د پښتون تحفظ تحریک مشرانو پرله پسې د حکومت دریځ رد کړیدی او وایي چې د هغوي تحریک سوله ایز دی او هیڅ ډول وسله وال بریدونه یې نه دي کړي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG