د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ څرګندونو ته د افغان حکومت تُند غبرګون


افغان حکومت د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وايي، افغانان هیڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک ټاکلو اجازه نه ورکوي.

ولسمشرۍ ماڼۍ نن سې شنبه د «زمري میاشتې پر لومړۍ نېټه» په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو اړیکو ته په کتو یې د ډیپلوماټیکو او دولتونو له لارو له واشنګټن څخه د ټرمپ د څرګندونو په اړه صراحت او توضیحات غوښتي دي.

افغان حکومت پر داسې مهال دغه تُند غبرګون ښيي چې، ډونالد تېره ورځ په واشنګټن کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره لیدنه کې وویل، چې د افغانستان جګړه په یوه اونۍ کې ګټی شي، خو نه غواړي چې لس میلیونه خلک ووژل شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ همدارنګه ټينګار کړی، چې د افغانستان برخلیک د بهرنیو دولتونو د مشرانو په غونډو کې د افغانانو د زعامت له حضور پرته نشي ټاکل کېدلای.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي:"موږ د سولې په راوستلو کې د امریکا د همکارۍ ملاتړ کوو،... اما زموږ د هیواد اساسي برخلیک د بهرنیو دولتونو د مشرانو په ناستو کې د افغانانو د زعامت له حضور پرته نشي ټاکل کېدلای. زموږ افغانستان به تل د نړۍ د سیاست صحنه کې په صلابت او عظمت پاتې شي."

ارګ ویلي، چې له امریکا سره یې شراکت او همکاري د متقابلو ګټو او متقابل درناوي په اساس ده.

د امریکا ولسمشر تېره ورځ له عمران خان سره لیدنه کې همدارنګه ویلي، چې امریکا په افغانستان کې له ۱۹کلونو څخه زیات وخت تېر کړی چې اوس یې د وتلو وخت رارسېدلی دی.

هغه همدارنګه ویلي، چې پاکستان له افغانستان څخه د امریکا په وتلو کې همکاري کوي چې د نوموړي په وینا "ډیر ژر به د افغانستان په هکله ښه ځوابونه ولرو."

افغان حکومت پر داسې مهال د ټرمپ څرګندونو ته تند غبرګون ښيي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان جګړې د پای ته رسولو د هڅو په دوام تېره ورځ افغانستان او قطر ته د افغان سولې په اړه نوی سفر پيل کړی دی.

ښاغلی خلیلزاد چې ټاکل شوې نن سې شنبه کابل ته ورسېږي، پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې ولسمشر ټرمپ له عمران خان سره لیدنه کې ټینګار کړی چې افغان جګړه باید د زور له لارې نه بلکې د سیاسي جوړ جاړي له لارې هواره شي.

XS
SM
MD
LG