د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان د مودي د لوړې مراسمو ته نه دی بلل شوی


په هند کې حکومت ویلي دي چې د صدراعظم د لوړې په مراسمو کې یې عمران خان ته بلنه نه ده ورکړې.

د هند صدراعظم نریندر مودي چې په دوهم ځل یې د صداراعظمۍ انتخابات گټلي دي، د نړۍ د مختلفو هیوادنو مشرانو ته د خپلې لوړې په مراسمو کې د گډون بلنه ورکړیده خو عمران خان یې ندی غوښتی.

د مودي د لوړې مراسم به د پنجشنبې (د می په ٣٠) ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې د مودي د لمړۍ دورې د لوړې د مراسمو لپاره د پاکستان د هغه وخت صدراعظم نوازشریف بلل شوی و.

د هند حکومت د هغې باوجود عمران خان ته بلنه نه ده ورکړې چې خان مودي ته د انتخاباتو په گټلو په ټویټر او په ټیلفون مبارکي ورکړېده.

د پاکستان د بهرنو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي دي چې د لوړې په مراسمو کې گډون مهم نه دی، خو د سیاچن او کشمیر په مسله خبرې زیاتې مهمې دي.

د هند حکومت د سریلانکا، بوټان، نیپال، بنگله دیش، تایلنډ مشرانو ته په دغه مراسمو کې د گډون بلنه ورکړیده.

XS
SM
MD
LG