د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: له ټرمپ سره کتل به د "ترخې ګولۍ" خوړل وي


د پاکستان د تحریک انصاف گوند مشر عمران خان
د پاکستان د تحریک انصاف گوند مشر عمران خان

د پاکستان د تحریک انصاف گوند مشر عمران خان وایي د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ سره کتل به ورته د "تریخې گولۍ" خوړل وي خو که په راتلونکو انتخاباتو کې صدراعظم شي، دا کار به وکړي.

عمران خان وایي د تروریزم پر ضد جگړې کې چې پر امریکا باندې د ٢٠٠١ کال د سپتامبر د بریدونو وروسته پیل شوې، د پاکستان د شمولیت سخت مخالف و او دی.

ښاغلی خان وایي پاکستان د تروریزم له پدیدې سره هیڅ ډول سرو کار نه لره. خو بیا هم هغه وایي چې د امریکا د متحده ایالاتو او د پاکستان ترمنځ د همکارۍ ملاتړ کوي، اما نه داچې د افغانستان سره په پوله په قبائیلي سیمو کې د پاکستان پوځ د خپل ولس پر ضد په ځمکنۍ جگړه کې ښکیل شي.

د اسوشیتید پریس اژانس وایي د کرکټ لوبغاړی عمران خان چې سیاست ته یې مخه کړې په نړیواله کچه د جذابیت په وجه یې ښځې خوښوي، خو دننه په هیواد ورته د یو سخت دریځه مذهبي سیاستوال په سترگه کتل کیږي.

ښاغلی خان دا څرگندونې په داسې حال کې کوي چې د روان کال په راتلونکو میاشتو کې په پاکستان کې پارلماني انتخابات کیږي، او هغه غواړي په دې څرگندونو د خپل هیواد د سخت دریځو ملاتړ وگټي.

له بلې خوا د تحریک انصاف د گوند مشر عمران خان څرگندونې وروسته له هغه کیږي چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ څو ورځې مخکې وویل چې "په تیرو ۱۵ کلونو کې امریکا په احمقانه ډول پاکستان ته تر ۳۳ میلیارد ډالرو ډیرې مرستې کړي، او دوې (پاکستان) موږ ته پرته له درواغو او خطاایستلو بل څه ندي راکړي او زموږ پر مشرانو یې د احمقانو خیال کړی."

ښاغلي ټرمپ په خپل ټویټر کې دا هم لیکلي وو چې "دوې (پاکستان) هغو ترهګرو ته امنځایونه ورکړي چې موږ یې په لږې همکارۍ په افغانستان کې ښکار کوو. نور به داسې نکیږي".

د امریکا متحده ایالاتو د پاکستان پوځ ته تر هغه خپلې مرستې درولي تر څو چې دغه هیواد د افغان طالبانو او حقاني شبکې پر ضد "غوڅ اقدام" نه وي کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر نوریټ ویلي چې د پاکستان حکومت د سیمې بې ثباته کوونکی دی.

اسلام آباد وایي دغه څرگندونې "په بشپړه توگه د فهم وړ نه دي" او په دې یې ټینگار وکړ چې د تروریزم سره په جگړې او د افغانستان په ثبات کې په گډه کار وکړي.

پاکستان د جمهور رئیس ټرمپ د څرگندونو په ارتباط په اسلام آباد کې د امریکا سفیر د اعتراض په توگه هم ورغوښتی و.

پاکستاني مشران په دې ټینگار کوي چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ لپاره د دوی هیواد قرباني کوي.

XS
SM
MD
LG