د لاس رسي وړ اتصالات

د عمران خان سیاسي مخالفینو په ملک کې د بیا انتخاباتو غوښتنه کړې


د پاکستان د حکومت د سیاسي مخالفه گوندونو مشران گډې مطبوعاتي غونډې ته د وینا په مهال

د پاکستان د حکومت سیاسي مخالفو گوندونو په یوې گډې مطبوعاتي غونډې کې غوښتنه کړیده چې ملک د بحران نه د راوستلو یواځینۍ لاره د وخت نه مخکې انتخابات دي.

د حکومت مخالفه د سیاسي گوندونو مشرانو د هغه نه وروسته چې سترې محکمې د پوځ د لوی درستیز د کار د مودې د غځولو په اړه د صدراعظم امر وځنډاوه، خبرې غونډه وکړه.

د جمعیت العلما اسلام گوند مشر مولانا فضل الرحمان مطبوعاتي غونډې ته وویل چې د حکومت ټول سیاسي مخالف گوندونه غواړي چې عمران خان د صدراعظمۍ نه استعفا ورکړي او د پوځ د مداخلې نه پرته دې بیا انتخابات وشي.

مولانا وویل: "ټولو ادارو ته پکار ده د اساسی قانون سره سم خپل کردار ولوبوي او د نورو په کارونو کې د مداخلې نه ډډه وکړي."

د یادونې وړ ده چې فضل الرحمان د حکومت ضد لاریون او مظاهرې هم کړیدي او د عمران خان د حکومت نه یې د استعفا غوښتنه کړیده.

د پاکستان پیپلز گوند مشر بلاول بهټو هم په دغه خبري کنفرانس کې وویل: "عمران خان ولس نه دی ټاکلی. مونږ د بل چا لخوا د ټاکل شوي کس صدراعظمي نه منو. مونږ غواړو بیا انتخابات وشي."

د یادونې وړ ده چې دا د پاکستان په تاریخ کې لمړی ځل دی چې سترې محکمې د پوځ د لوی د درستیز د کارې مودې د غځولو په اړه د صدراعظم پریکړه ځنډولې ده.

د پاکستان حکومت ویلي دي چې پدې مسله یې د پاکستان د پارلمان بیړنۍ غونډه راغوښتي ده.

XS
SM
MD
LG