د لاس رسي وړ اتصالات

د پانډورا اسناد: د پاکستان وزیران بهر کې پټ شرکتونه او جایدادونه لري


د پاکستان صدراعظم ویلي چې د پانډورا د اسنادو په اړه به تحقیقات کوي

د پاکستان صدراعظم ژمنه کړې چې د هغو پاکستانیو په هکله به څیړنې کوي چې نومونه یې د پانډورا په پاڼو کې یاد شوي.

پدې پاڼو کې د ښاغلي خان د یو نږدې کس نوم هم یاد شوی. د پانډورا پاڼو په تحقیقاتو د واشنګټن پوسټ، بي بي سي او ګارډین ورځپاڼې د خبریالانو په ګډون د نړۍ شاوخوا ۶۰۰ خبریالانو کار کړی او د نړۍ د ۱۴ مالي خدماتو د شرکتونو څه باندې ۱۱.۹ میلیونه اسناد یې تر لاسه کړیدي.

دغه اسناد چې د تحقیقاتي ژورنالیزم نړیوال کنسورشیم ارزیابي کړي د نړۍ د ۳۵ اوسنیو او پخوانیو مشرانو نومونه پکې یاد شوي. په دوي د فساد، پیسو وینځلو او د نړیوالې مالیې نه ورکولو تورونه دي.

پاکستان معمولاً په نړۍ کې یو تر ټولو د مفسدو هیوادونو په کتار کې راځي. دا ځل پدې پاڼو کې د صدراعظم عمران خان د کابینې په څو وزیرانو او د هغوي د کورنۍ په غړیو تور پورې شوی چې په پټه د هیواد نه بهر د ملیاردونو ډالرو په ارزښت شرکتونه او جایدادونه لري.

عمران خان د پانډورا پاڼو تحقیقاتو ته په غبرګون کې ویلي چې ددې کار هرکلی کوي.

ښاغلي خان په ټویټر کې لیکلي، " زما حکومت به د ټولو هغو اتباعو په هکله تحقیقات کوي چې نومونه یې د پانډورا په پاڼو کې راغلي. او که کوم غلط کار پرې ثبوت شي، مناسب اقدام به وکړو. زه د نړیوالې ټولنې نه غواړم چې د دې جدي نا انصافۍ سره د اقلیم د بدلون د بحران په شان عمل وکړي.

د عمران خان نه وړاندې د پاکستان مخکنی صدراعظم نواز شریف هم ورسته تر هغه په ۲۰۱۷ کال کې بې واکه کړ چې نوم یې د پناما پاڼو کې یاد شو.

XS
SM
MD
LG