د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: د وسله والو ډلو د کارولو نوره اړتیا نشته


د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي،د خپل هېواد د راتلونکي په خاطر یې پرېکړه کړې چې نور په دغه هېواد کې د وسله والو ډلو فعالیت ته اجازه ورنه کړي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له‌مخې ښاغلي عمران خان چې د سې شنبې په ورځ یې د یو شمېر بهرنیو خبریالانو له یوې ډلې سره خبرې کولې وویل، چې دا کار له بهرنیو فشارونو پرته د خپل هېواد د راتلونکي لپاره کوي.

ښاغلي خان وویل:"د پاکستان پوځ دغه وسله والې ډلې جوړې کړې وې" نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي، چې د نوموړي مطلب په اتیایمه لسیزه کې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو پر ضد د پخوانیو مجاهدینو ډلو ته وه چې د پاکستان د پوځ لخوا جوړې شوي وې او د امریکا ملاتړ هم ورسره و.

نوموړي زیاته کړې"د دغو وسله والو ډلو کارولو ته نوره اړتیا نشته او د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره د دغو ډلو د له‌منځه وړلو لپاره پوره ژمنه لري."

خان همدارنګه زیاته کړې چې د افغانستان د جهاد له پای سره په یو وخت کې په پاکستان کې رامنځته شوي وسله‌والې ډلې باید ختمې شوي وای.

پر پاکستان تور دی چې په سیمه کې د خپلو ګټو د تامین په خاطر له وسله والو ډلو څخه ملاتړ کوي.

د پاکستان صدراعظم پر داسې مهال پخپل هېواد کې د وسله والو ډلو د له منځه وړلو خبرې کوي چې افغان حکومت په پرلپسې ډول په پاکستان کې د مېشتو افغان وسله والو ډلو د مشرانو په خلاف ورڅخه د اقداماتو غوښتنه کړې خو اسلام اباد تر دا مهاله دغو غوښتونو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

افغان حکومت ادعا کوي چې طالب وسله وال د پاکستان د کوټي، پېښور او کراچۍ ښارونو کې شوراګانې لري او په دغو شوراګانو کې د افغان حکومت په خلاف د جګړې پلانونونه جوړوي.

که څه هم پاکستان تر دې مخکې په خپله خاوره کې د طالبانو د شوراګانو په اړه راپورونه رد کړي، خو افغان حکومت په وار وار ویلي چې د دغه هېواد څارګره اداره «ای اېس ای» له افغان وسله والو ډلو سره نژدې اړیکي لري.

تر دې مخکې د پاکستان دوو نورو ګاونډیو هېوادونو ایران او هند هم ویلي، چې په دغو هېوادونو کې د وروستیو ځانمرګو بریدونو تر شا د پاکستان د«ای اېس ای» ادارې لاس دی.

په یادو ځانمرګو بریدونو کې چې د دواړو هېوادونو لسګونه سرتېري ووژل، مسؤلیت یې په پاکستان کې مېشتو جېش العدل او جېش محمد ډلو په غاړه واخیست.

تر هغه وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، له پاکستان څخه وغوښتل چې پخپله خاوره کې د تروریستي ډلو پر ضد جدي اقدامات وکړي.

خو دا چې د پاکستان حکومت به رشتیا هم پخپل هېواد کې د وسله والو ډلو پر ضد اقدامات وکړي او کنه معلومه نه ده.

XS
SM
MD
LG