د لاس رسي وړ اتصالات

روحاني: د ترهګرو پر ضد له پاکستانه د جدي اقدماتو په تمه یو


ایراني چارواکو یو ځل بیا له پاکستانه غوښتي چې د هغې تروریستي ډلې پر ضد جدي ګامونه پورته کړي چې د بلوچستان په سیستان کې ځانمرګی برید تر سره کړ.

د رویټرزی خبري اژانس د راپور له‌مخې د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون شنبه ویلي که پاکستان په دې اړه اقدامات ونه کړي، نو د دواړو هېوادونو اړیکې به خرابې شي.

ایراني رسنۍ ایرنا هم ویلي چې ښاغلي روحاني‌ په دې اړه د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په ټلیفوني‌ خبرو کې ویلي چې ایران د ترهګرو په وړاندې د پاکستان د جدي ګامونو پورته کولو په تمه دی.

روحاني ویلي: "موږ باید اجازه ورنه کړو چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د لسیزو راهیسې اړیکې ددغو وړو ترهګرو ډلو د کړنو له امله اغیزمنې شي د کومو د مالي امکاناتو په اړه چې موږ تاسو دواړه پوهېږو."

د ایرنا خبري اژانس د راپور له‌مخې د پاکستان صدراعظم عمران خان هم ویلي چې پاکستاني ځواکونه د برید کونکو پټنځایونو ته نږدې شوي او د ایران لپاره به ډیر ژر یو ښه خبر ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې فبرورۍ میاشتې پر۱۳مه نېټه یو ځان وژونکي برید د ایران د بلوچستان په سیستان کې د دغه هېواد د انقلابي ګارد ۲۷ غړي ووژل.

د دغه برید مسؤلیت د جېش العدل په نوم وسله والې ډلې واخیست.

تر دې مخکې د ایران د استازو د مجلس رئیس ویلي و چې په سپاه پاسداران ترهګریز برید دننه په پاکستان کې طرحه او رهبري شوی و.

وړاندې د ایران د سپاه پاسداران قوماندان محمد علي جعفري هم د فبرورۍ ١٦مه ویلي و چې د ترهګرو ډلو نه ملاتړ به پاکستان ته "ډیر ګران" تمام شي.

ایراني چارواکو همدارنګه ویلي و که پاکستان پر ګډه پوله د ترهګرو پر ضد عملیات ونه کړي دوی به خپله لاس په کار شي.

XS
SM
MD
LG