د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وايي، د ترهګرۍ ضد جګړه کې د هند تر څنګ درېږي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، امریکا د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې د هند تر څنګ ولاړه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې ښاغلي مایک پمپیو پرون دوشنبه په واشنګټن کې د هند د بهرنیو چارو وزارت له سکرټر ویجا ګوکلي سره د لیدنې پرمهال ویلي چې په پلوامه کې پر هندي سرتېرو د برید تر سره کوونکي به د قانون منګلو ته وسپارل شي.

بیان همدارنګه زیاتوي چې په دواړو لورو پر دې خبرې کړي چې پاکستان دې په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو پرضد جدي ګامونه واخلي.

پر همدې مهال د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا سلاکار جان بولټن هم وايي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ته یې ویلي چې هېواد یې د جېش محمد په ګډون د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد جدي ګامونه واخلي.

ښاغلي بولټن پر خپل ټوېټر لیکلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سره یې یادې خبرې د ټلیفون پر کرښه کړي دي.

نوموړي ویلي:"د پاکستان د بهرنيو چارو وزير قریشي سره مې په ټليفوني خبرو کې وويل چې د پاکستان په خاوره کې فعاليت لرونکي جېش محمد او نورو ترهګرو ډلو پرضد د جدي‌ ګامونو پورته کولو ډاډ ورکړي."

ښاغلي بولټن ویلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره یې د پاکستان او هند د کړکېچ په اړه هم خبري کړي‌ او زیاتوي چې ښاغلي قریشي د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد د عملیاتو کولو او له هند سره د کړکېچ کمولو ژمنه یې کړې ده.

هغه زیاته کړې:"د بهرنيو چارو وزير راته د ټولو ترهګرو ډلو پرضد د عملياتو کولو او هند سره د کړکېچ راکمولو ډاډ یې راکړی دی."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم وايي، چې ښاغلي قریشي د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار ته ویلي چې هند د فبروري میاشتې پر ۲۶مه د پاکستان له هوايي حریم څخه سړغړونه کړې وه چې پاکستان هم پر ۲۷مه د فبروري له خپل ځانه د دفاع په هدف ورته ګام پورته کړ.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر په پلوامه سیمه کې پر هندي پوځیانو تر ځانمرګي برید وروسته چې ۴۱ تنه یي ووژل د ددغو دواړو اټمي قوت لرونکو هیوادونو اړیکې یو ځل بیا تړینګلې کړې.

د دغه برید مسؤلیت په پاکستان کې مېشتې جېش محمد ډلې په غاړه واخیست.

هند د یاد برید په غبرګون کې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر په بالاکوټ سیمه کې د جېش محمد وسله والې ډلې پر مدرسې هوايي برید وکړ چې تر هغه یوه ورځ وروسته پاکستان د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې هندي پوځي‌ اهداف او دوې هندۍ جنګي جېټ الوتکې په نښه کړې.

پاکستان د دوو هندي الوتکو تر راغورځولو وروسته یو هندی پیلوټ هم ونیوی چې بېرته یې د ښه نیت په نوم هند ته وسپاره.

بریتانیا او اروپایي اتحادیې له هند او پاکستان څخه غوښتي چې د پوځي نښتو له دوام څخه ډډه وکړي
بریتانیا او اروپایي اتحادیې له هند او پاکستان څخه غوښتي چې د پوځي نښتو له دوام څخه ډډه وکړي

د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ تر پراخېدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له پاکستان څخه وغوښتل چې په خپله خاوره کې د مېشتو ترهګرو ډلو پر ضد جدي‌ اقدامات وکړي.

خو پاکستان بیا تر دې مخکي‌ ویلي چې ترهګرو ډلو تر ټولو زیات زیان خپله پاکستان ته رسولی او ادعا یې کړې ده چې د ټولو ترهګرو پر ضد عملي اقداماتو ته ژمن دی.

د پاکستان صدراعظم عمران خان هم څو ورځې مخکې ویلي و چې پخپلې خاورې کي د تروریزم فعالیت ته اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG