د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې نژدې اوه نیم میلیون کسانو ته د کرونا واکسین تطبیق شوی - روغتیا وزارت


د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په افغانستان کې اوس مهال هره ورځ له نهو زرو څخه زیات کسان د کروناویروس پر وړاندې واکسین کیږي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر د ډسمبر په ۳۱ (مرغومي ۱۰) امریکا غږ ته وویل چې په افغانستان کې د کروناویروس د واکسین د بهیر له پیل څخه تر اوسه پورې څه دپاسه اوه میلیونه او ۴۰۰زره کسان واکسین شوي، چې د هغه په وینا ددې جملې څخه څه دپاسه دوه میلیونه او ۷۰۰ زره کسان د طالبانو له واکمنۍ راپدیخوا واکسین شوي دي.

ډاکټر جاوید هژیر وايي چې په افغانستان کې د کروناویروس پیښې ډیرې نه دي چې په وینا یې یو علت یې په افغانستان کې د کروناویروس د واکسین تطبیق دی. هغه وویل اوسمهال هره ورځ په دغه هیواد کې له نهو زرو څخه زیات کسانو ته د کروناضد واکسین تطبیق کیږي.

خو ډاکټر هژیر دا ونه ویل، چې په دې شمیر کې ټولو د کروناویروس دوه ځله واکسین کړی او که ځینو یې یواځې یو ډوز واکسین ترلاسه کړی.

افغانستان کې د کرونا ویروس واکسین د تطبیق بهیر د روان میلادي کال د اپریل په ۱۶مه په کابل کې پیل شو، چې بیا وروسته ۳۴ ولایتونو ته هم دا بهیر وغځید. په افغانستان کې د عامې روغتیا وزارت د پریکړې له مخې د کرونا ویروس واکسین د ۱۸ کلونو څخه پورته عمر لرونکو کسانو ته تطبیق کیږي.

اوس مهال په افغانستان کې په چین کې د سینو فارم د شرکت له خوا تولید شوی واکسین او هم د امریکا د جانسن اینډ جانسن د درملو د تولید د شرکت له خوا تولید شوی واکسین خلکو ته تطبیق کیږي.

تیره اونۍ د امریکا له خوا افغانستان ته یو میلیون ډوزه جانسن اینډ جانسن واکسین د واکسین د نړیوال نوښت د اتئلاف له لارې ورسید. د امریکا متحده ایالاتو له دې وړاندې هم افغانستان ته ۳.۳ میلیون ډوزه جانسن اینډ جانسن واکسین برابر کړی و.

چین هم د روانې میاشتې ډسمبر په پیل کې افغانستان ته د سینو فارم واکسین یو میلیون ډوزه برابر کړی وو. چین دوه نورو میلیونو ډزو د برابرولو ژمنه هم کړې ده. افغانستان ته دمخه هندوستان هم د کرونا واکسین برابر کړی وو.

په افغانستان کې د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالې ټولنې د هڅو سره سره دا هیواد لا هم په کور دننه د کرونا د اومیکرون د نوې بڼې د تشخیص امکانات لا تراوسه نه دي ترلاسه کړي.

ډاکټر هژیر وايي، د روغتیا د نړیوالې ټولنې ډبلیو ایچ او څخه د کرونا د دغې بڼې د تشخیص د کیتونو د برابرولو غوښتنه کړې ده.

د نړۍ په اکثرو هیوادونو کې د کروناویروس د بیا خپریدو په اړه اندیښنې مخ په زیاتیدو دي او د نوي ۲۰۲۲ میلادي کال د نمانځلو پر مهال په ډیرو هیوادونو کې د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره وقایوي تدابیر نیول شوي دي. خو د کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ښارونو کې د دغې وبا د مخنیوي پر وړاندې تراوسه وقایوي اقدام نه دی شوي.

د کرونا ویروس لومړۍ پیښه د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ په ۲۴ د هرات په ولایت کې ثبت شوې وه، چې بیا وروسته یې ټولو ۳۴ ولایتونو ته سرایت وکړ.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د کرونا ویروس د ناروغۍ د پیل څخه تراوسه افغانستان کې اته سوه او ۱۹ زره یوسل او پنځه مشکوکې نمونې چې اخیستل شوي، چې له ډلې یې د شاوخوا یو سل او اته پنځوس زرو کسانو د کرونا د ناروغۍ ټیست مثبت ختلی دی او د دغې ناروغۍ د پیل څخه تراوسه څه باندې اوه زره ۳۶۰ تنه پر دغې ناروغۍ مړه شوي دي.

د کرونا وبا، چې په لومړي ځل د ۲۰۱۹ میلادي کال د ډسمبر په میاشت کې د چین وهان په ولایت کې خپره شوه اوس یې نږدې د نړۍ ټولو هیوادونو ته سرایت کړی دی.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د معلوماتو پر اساس د جمعې د ورځې تر سهار پورې په نړۍ کې ۲۸۶ میلیونه ، پنځه سوه اوه نوي زره او ۶۹۱ تنه په کرونا ناروغۍ اخته شوي او پنځه میلونه ، څلور سوه ۳۱ زره او۸۶۰ پر دغې ناروغۍ مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG