د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له افغانستان سره د کویډ ۱۹ د یو میلیون دوزه واکسین مرسته کوي


د افغانستان لپاره د متحده ایالتونو خاص استازي د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۱۴ (لیندۍ ۲۳) ویلي دي چې امریکا غواړي د ملګرو ملتونو د کوواکس پروګرام له لارې د افغانستان له خلکو سره د کرونا د یو میلیون دوزه واکسین مرسته وکړي.

ټوماس وسټ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې:" امریکا د افغانستان له خلکو سره د کوواکس پروګرام له لارې د کویډ نولس د یو میلیون دوزه واکسین د مرستې وړاندېز کړی چې د افغانستان له خلکو سره د امریکا د مرسته شوي واکسینونو مجموع ۴.۳ میلیونو دوزو ته رسیږي."

د افغانستان لپاره د امریکا خاص استازي څرګنده کړې چې د واکسین دا مرسته د افغانستان سره د امریکا د ۴۷۴ میلیونو ډالرو تر څنګ ده او ټینګار یې کړی چې امریکا د افغانستان له خلکو سره ولاړه ده.

له دې مخکې په نوې ډهلي کې د افغانستان سفارت له افغانستان سره د هند د بشر دوستانه مرستو د پیل خبر ورکړ او ویې ویل چې د مرستو لومړۍ جوپه د شنبې په ورځ ډسمبر ۱۱ (لیدنۍ ۲۰) کابل ته ورسیده.

یاد سفارت ویلي په دې مرستو کې دوه ټنه درمل شامل دي چې په کابل کې د اندراګاندي د ماشوم روغتون ناروغانو ته ځانګړي شوي دي.

یاد سفارت زیاته کړې:"هند د نورو بشري مرستو تر څنګ، د افغانستان له خلکو سره د کرونا د ۵۰۰ زره دوزه واکسین د مساعدت خبر ورکړی دی چې په نږدې راتلونکې کې به افغانستان ته ولیږدول شي."

تر اوسه د امریکا تر څنګ هند او چین هم خپل جوړ شوي واکسینونه د افغانستان له خلکو سره مرسته کړي دي.

د امریکا خاص استازی په داسې حال کې له افغانستان سره د کرونا د یو میلیون دوزه واکسین د مرسته کیدو خبر ورکوي چې د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د کرونا اومیکرون بڼه په سرعت د نړۍ په هیوادونو کې د خپریدو په حال کې دی. یاد سازمان د نړۍ هیوادونو ته خبرداری ورکړی چې د فایزر شرکت سپارښتنو ته پام وکړي.

فایزر شرکت ویلي دي چې د یاد شرکت د کرونا ویروس ضد ټابلیټونه د اومیکرون په وړاندې موثر دي.

سهیلي‌ افریقا د لومړي ځل لپاره د نومبر په ۲۴ نیټه د روغتیا نړیوال سازمان ته د ویروس د اومیکرون شکل د خپریدو راپور ورکړ او اوس مهال د امریکا په ګډون په لس ګونو هیوادونو یې بیلګې ثبت شوي دي.

د امریکا د ناروغیو د کڼټرول او مخنیوي مرکز راپور ورکړی چې اومیکرون لږ تر لږه د امریکا په ۱۵ ایالتونو کې ثبت شوی دی خو تر اوسه هم د کرونا ډلټا شکل په دې هیواد کې د اکثریت پیښو عامل دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان رئیس ټډروس ادهانوم ګیبریسوس د سه شنبې په ورځ خبریالاو ته وویل چې اومیکرون د نړۍ ۷۷ هیوادونو ته خپور شوی دی او د خپریدو سرعت داسې دی چې تر اوسه د کرونا ویروس په هیڅ ډول شکلونو کې لیدل شوی ندی.

XS
SM
MD
LG