د لاس رسي وړ اتصالات

۱۶ ایالتونه د بیړني حالت له امله د ټرمپ پر حکومت عریضه کوي


د کالیفرونیا لوی څارنوال ژاور بیسیرا
د کالیفرونیا لوی څارنوال ژاور بیسیرا

د امریکا ۱۶ ایالتونه غواړي چې په جنوبي سرحد کې د دیوال د جوړیدو په اړه د جمهور رئیس ټرمپ له خوا د بیړني حالت د اعلان په غبرګون کې د ټرمپ پر حکومت عریضه وکړي.

د کالیفرونیا لوی څارنوال ژاور بیسیرا د دوشنبې په ورځ ناوخته په ایالتي فدرال محمکه کې خپله عریضه وړاندې کړه.

په دې شکایت کې ټرمپ تورن شوی او ویل شوي چې د ملي بیړني حالت اعلان غیر قانوني او د اساسي قانون خلاف دی او دا پریکړه د امریکا اوسیدونکي زیانمنوي.

عریضه کې له محکمې غوښتل شوي چې د کانګرس له هوکړې پرته جمهور رئیس ټرمپ د دیوال د جوړیدو لپاره د دولت له نورو اداراتو څخه د بودیجې له اخیستلو منع کړي.

بیړنی حالت
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:10 0:00

جمهور رئیس ټرمپ د بیړني حالت په اعلان سره کولای شي چې په جنوبي سرحد کې د دیوال د جوړیدو لپاره د مخدره موادو پر ضد د مبارزې، د پوځ د ساختماني برخې او د قانون د تطبیق له یو شمیر نورو برخو بودیجه ترلاسه کړي.

سپینې ماڼۍ تر اوسه د یو شمیر ایالتونو د عریضې په غبرګون کې څه ندي ویلي.

خو جمهور رئیس ټرمپ له دې مخکې ویلي وو چې دی د کانګرس له خوا په جنوبي سرحد کې د دیوال د جوړیدو لپاره په ځانګړو شویو ۱.۴ میلیاردو ډالرو خوشحاله ندی.

د امریکا له بیلابیلو سیمو څخه ګڼ کسانو د سپینې ماڼۍ مخ ته په راغونډیدو د ټرمپ ددې پریکړې په اړه خپله نارضایتي څرګنده کړه.

په جنوبي سرحد کې د دیوال جوړیدل د ډانلډ ټرمپ د ۲۰۱۶ کال د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاینونو یوه مهمه ژمنه وه.

XS
SM
MD
LG