د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د بودیجې په اړه په شوې هوکړه خوښ ندی


د امریکا د متحده ایالاتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ وايي د امریکايي قانون جوړونکو ترمنځ د بودیجې په اړه په شوې هوکړه خوښ ندی.

جمهور رئیس ټرمپ ویلي د بودیجې د جزیاتو تر ارزولو وروسته به دا پریکړه وکړه چې توشیح یې کړي که نه؟ خو ده زیاته کړې نغواړي حکومت بیا بند شي.

امریکايي قانون جوړونکو د حکومت د بیا بندیدو د مخنیوي او له مکسیکو سره په سرحد کې د دیوال د جوړیدو لپاره د دو شنبې په ورځ د ( فبروري ۱۰) د ۲۰۱۹ کال پر بودیجې ابتدايي هوکړه وکړه.

خو په دې بودیجه کې له مکسیکو سره په سرحد کې د دیوال د جوړیدو لپاره د جمهور رئیس ټرمپ غوښتل شوې بودیجه شامله نده.

ډانلډ ټرمپ غوښتل چې په ۲۰۱۹ کال کې له مکسیکو سره په سرحد کې ۳۵۰ کیلومتره دیوال جوړ کړي خو په هغه مبلغ چې په بودیجه کې ځانګړی شوی، حکومت یوازې کولای شی ۹۰ کیلومتره فزیکي موانع جوړه کړي.

خو له دې ټولو سره سره جمهور رئیس ټرمپ یوځل بیا د دیوال په جوړیدو ټینګار کړی او ویلې یې دي چې ددې هدف د پوره کیدو لپاره به له نورو لارو چارو کار واخلي.

د امریکا بودیجه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:33 0:00

XS
SM
MD
LG