د لاس رسي وړ اتصالات

دیموکراتان د کډوالو د خوندیتوب لپاره پخپله تګلاره کار پیلوي


د امریکا د متحده ایالتونو کانګرس غواړي ددې هیواد د مهاجرت سیستم د مشکلاتو د هوارولو پر سر چې ګڼ شمیر کډوال یې له مخې له قانوني مشکلاتو سره مخ دي، کار پیل کړي.

دیموکراتان چې د امریکا د استازو په مجلس کې اکثریت دي له راتلونکې اوونۍ څخه به د هغو سل ګونو زره کډوالو په ساتلو کار پیل کړي چې د ټرمپ د ادارې د سیاستونو له امله له قانوني مشکل سره مخ دي.

هغه مختلف پروګرامونه چې له مخې یې په سل ګونه زره بې اسناده مهاجر ماشومان او کډوال د جګړو او طبیعي ناورینونو له امله امریکا ته راوستل شوي وو د ټرمپ د ادارې په راتلو سره درول شوي او یا هم ډیر کم شوي دي.

د کانګرس دیموکرات غړی جاکین کاسترو وايي" دا مهمه ده داسې قانون منظور کړو چې له مخې یې هغو سل ګونو زرو کډوالو ته چې د قانون له مخی په گڼو برخو ویشل شوی، خو زموږ هیواد خپل کور ګڼي د فرصتونو دروازې خلاصې کړو. باید خپلو امریکايي ارزښتونو ته ژمن پاتې شو."

که څه هم کانګرس راتلونکې اوونۍ د کډوالو د خوندیتوب پر لایحې کار پیلوي خو جمهوري غوښتونکي وايي د هغوی هڅې به د مهاجرت له پراخو اصلاحاتو پرته د وخت ضایع کول وي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت لوړپوړو چارواکو، قانون جوړونکو ته ویلي په کم سن کې امریکا ته راوړل شویو مهاجرینو ته د تابعیت په ورکولو سره کیدای شي د غیر قانوني کډوالو مسله په دایمي ډول هواره شي.

په داسې حال کې چې د ځوانو کډوالو د وضعیت په اړه څو لایحې د وړاندې کیدو په حال کې دي ، د سنا مجلس دیموکراتان وايي کوم ماشومان چې په سرحد کې نیول شوي د منظمو روغتیايي خدماتو او قانوني وکیل مستحق دي.

د روان کال په لومړیو کې له مکسیکو سره په سرحد کې د دیوال د جوړیدو د بودیجې پر سر د اختلافاتو له امله د فدرال حکومت یو شمیر برخې د ۳۵ ورځو لپاره و تړل شوې.

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ په جنوبي سرحد کې د دیوال په جوړیدو ټینګار کوي او وايي له همدې لارې قاچاق وړونکو، جنایت کاران او د نشه يي موادو قاچاق وړونکي امریکا ته راځي.

خو دیموکراتان د دیوال جوړول د مشکلاتو د هواري مناسبه لار نه بولي او د ټکنالوژۍ د سیستمونو د لګولو په ګډون په نورو لارو چارو ټینګار کوي.

XS
SM
MD
LG