د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو هوايي ډزو کې یو شمېر کسان وژل شوي او ژوبل شوي


وسل وال طالبان
وسل وال طالبان

په افغانستان کې سیمه ایزې رسنۍ وایي چې د طالبانو په هوايي ډزو کې یو شمېر افغانان وژل شوي او یو شمېر نور ټپي شوي دي.

وسله والو طالبانو له هغه وروسته په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې هوايي ډزې پیل کړي چې د پنجشیر ولایت د نیول کېدو اوازه خپره شوه.

مګر وروسته امرالله صالح چې ځان يې د افغانستان مشروع ولسمشر اعلان کړی، دا اوازه رد کړه او وې ویل چې په پنجشیر کې لا هم جنګ روان دی او دواړه خواوې تلفات لري.

د رویټرزې خبري اژانس د طلوع او شمشاد په حواله لیکلي دي چې په دغو ډزو کې ۱۷ تنه وژل شوي او ۴۱ تنه ژوبل شوي دي. په ننګرهار کې د روغتیا چارواکي وايي چې د هوايي ډزو له کبله ۱۴ زخمیان ور وستل شوي دي.

د طلوع تلویزون وروسته د ایمرجنسي روغتون د مسئولینو له خولې لیکلي دي چې په دغو ډزو کې کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

په همدې حال کې د طالبانو د نظامي برخې مشر ملایعقوب په خپل غږیز پیغام کې خبرداری ورکړی که هر چا هوايي ډزې وکړي، وسله به یې واخیستل شي او قانوني چلند به ورسره وشي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په خپل ټویټر کې په طالبانو غږ کړی دی چې هوايي ډزې ونکړي ځکه چې د هغه په خبره دا خلکو ته زیان رسوي، خو نه یې دي ویلي چې د د غو هوايي ډزو علت څه دی.

د اګست د میاشتې په وروستۍ شپه چې امریکایي ځواکونو د کابل له هوايي څخه ووتل، طالبانو دا کار په هوایي ډزو ونمانځه.

په ټولنیزو رسنیو کې هم افغانانو د طالبانو دا هوايي ډزې غندلي دي او ویلي‌ چې په دغو ډزو کې افغانانو ته زیان اوړي.

XS
SM
MD
LG