د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا په پېښو کې د زیاتوالي له ویرې په کابل کې د قرنطین بهیر پیلیږي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیره یوه شپه او ورځ کې د کروناویروس د ۷۶۴ تازه مثبتو پېښو د ثبت او د ۱۲ ناروغانو د مړینې خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس د کروناویروس دا پېښې د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې ثبت شوي چې تر ټولو زیاتې ۱۵۴ په کندهار او ۱۴۸ په کابل کې دي.

د تازه مثبتو پېښو په ثبت سره په افغانستان کې د کروناویروس وبا له پیل څخه تراوسه ۶۹زره او ۱۳۰ کسان په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې دوه زره او ۸۸۱ یې مړه شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د شمېرو په اساس یوازې په تیرو درېیو ورځو کې ده زره او ۲۲۷ کسان په دغه هېواد کې په کروناویروس اخته شوي دي.

د کروناویروس په مثبتو پېښو کې زیاتوالي ته په پاملرنې د کابل ښاروالۍ د ودونو هوټلونو ته سپارښتنه کړې چې خپلو مشتریانو ته له یوې اونۍ څخه ورهاخوا د ودونو تالارونه ریزرف نه کړي.

د دغې ادارې ویاندې سمیرا رسا د پنجشنبې په ورځ د مې ۲۷ (غبرګولي ۶) امریکا غږ ته وویل چې دا تصمیم د کروناویروس د لا پراختیا د مخنیوي لپاره نیول شوی دی.

هغې زیاته کړه: "که په کابل کې د کروناویروس پراختیا زیاته شي نو د ښار اوسېدونکي له ستونزو سره مخ کېږي، په هغه وخت کې به د کابینې، جمهور رئیس او د کابل ښاروالۍ د رهبري تصمیم بدل شي او موږ به په دې مکلف شو چې د ودونو تالارونه وتړو ترڅو له غونډو څخه مخنیوی وشي".

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او په چټکۍ سره د نړۍ هېوادونو ته ورسېد.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تراوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۶۸میلیونه او ۴۵۰زره کسان په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې له درې میلیونو او ۴۹۹زره څخه زیات کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG